ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې د امنیتي کسانو په ډزو یو کس وژل شوی دی

کندهار ښار کې د امنیتي کسانو په ډزو یو کس وژل شوی دی

author avatar
11 Feb 2023 - 14:04
کندهار ښار کې د امنیتي کسانو په ډزو یو کس وژل شوی دی
author avatar
11 Feb 2023 - 14:04

کندهار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۱): د کندهار ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د عینو مېنې په سیټا څلورلارې کې د امنیتي کسانو په ډزو کې یو ۱۵ کلن تنکی ځوان وژل شوی دی.

ځایي سرچېنې وایي، پېښه پرون (جمعه) شاوخوا ۱۲ بجې رامنځته شوې ده.

د یادې پېښې یوه عیني شاهد محمد انور پژواک خبري اژانس ته وویل: «د غرمې شاوخوا دوولس بجې وې، د عینو مېنې پر سیټا چوک تالاشي ته ولاړو امنیتي کسانو پر یوه موټرسایکل سپاره کس ته د درېدو وویل، خو هغه و نه درېد او دوی ټکان ورپسې وکړل، مرمۍ پر یوه بل ځوان ولګېدې او مړ شو.»

یوه دولتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، پېښه تاییدوي او وايي چې د وژل شوي ځوان مړی روغتون ته وړل شوی او کورنۍ یې پيدا شوې ده.

دغې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل: «هو، دغه ځوان پرون ویشتل شوی و، کورنۍ یې پيدا شوې خو نور معلومات نشته.»

Views: 264

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.