جلالاباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت په درهنور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ وسلهواله نښته کې څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، د پېښې په تړاو له دواړو لورو څلور کسان له وسلو سره نيول شوي دي.
د درهنور ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيد نذیر نن (د سلواغې ۲۳مه) پژواک اژانس ته وويل، پرون مازيګر ناوخته د دغې ولسوالۍ په اطران سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د نيالګيو کېنولو پر سر لانجه شوې او وروسته يې يو پر بل ډزې کړې دي.
دی وايي، دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې خو دقيق معلومات يې نه درلودل.
بلخوا، د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو د همغږۍ مسوول قريشي بدلون وويل، په پېښه کې له دواړو غاړو دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، د پېښې په تړاو څلور کسان له وسلو سره يوځای نيول شوي دي.
د قريشي په خبره، نيول شوي کسان به ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 180
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن