سرپل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د سرپل د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د بېلابېلو موسسو له خوا د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د ۴۵ ښوونځيو ودانۍ ترمیم شوې دي.
د سرپل د پوهنې رییس مولوي محمد رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ښوونځی د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې دي چې په تېرو کلونو کې تخریب شوي وو او اوس د همکارو موسسو په مالي مرسته ترمیم شوي دي.
هغه زیاته کړه: «په ټوله کې د دغو ښوونځیو د ودانیو د ترمیم لګښت ۱۹ میلیون او ۷۵ زره افغانیو ته رسېږي چې لګښت یې د ماشومانو د ساتنې موسسې (save the children)، د کډوالو لپاره د ناروې موسسې (NRC) او د اکټید موسسې له لوري ورکړل شوی دی.»
نوموړي په ډاګه کړه، په سرپل ولایت کې ۴۱۶ ښوونځي شته، له دې ډلې ۱۸۰ یې ترمیم ته اړتیا لرله چې اوس یې ۴۵ ترمیم شوي او د پوهنې وزارت او همکارو موسسو ژمنه کړې چې د نورو ښوونځيو ودانۍ هم ترميموي.