مزارشریف (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د رېلپټلۍ ادارې مسوولین وايي، له ازبکستان سره يې د رېلپټلۍ په برخه کې په ۱۰ سلنه تخفيف نوى تړون لاسليک کړى دى.
د رېلپټلۍ ادارې ريیس بختالرحمن شرافت وایي، افغانستان پخوا له قزاقستان هېواد سره په کلنۍ توګه د رېلپټلۍ د کرايې په برخه کې په ٤،١ ميليون ډالر تړون لاسليک کړى و.
خو دى وايي چې په همدې برخه کې نوى تړون له ازبکستان سره په ٣،٧ ميليون ډالر لاسليک شوى دى.
هغه زیاتوي، دغه تړون د دوو کلونو لپاره لاسلیک شوی چې له مخې یې، د ترمز-مزارشریف د رېلپټلۍ حفظ او مراقبت هم د ازبکستان هېواد پر غاړه دى.
په همدې حال کې، د ازبکستان د رېلپټلۍ استازی جمشید بابهقل وایي چې د دواړو هېوادونو ګډ پلاوي د مذاکراتو په څنډه کې د ازبکستان -مزارشریف د رېلپټلۍ پر غځولو هم ټینګار وکړ.
هغه وويل، هېواد يې هڅه کوي چې د حیرتان رېلپټلۍ تر پاکستان پورې وغځوي.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د رېلپټلۍ لار د ځینو ستونزو له امله د ۱۲ ورځو لپاره تړل شوې وه، خو د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ له څلور ورځنیو مذاکراتو وروسته بېرته پرانستل شوه.
دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په ورځنۍ توګه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ واګونونو پورې اموال صادر او واردېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP