کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بشري مرستو په دوام د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله بسته هم نن کابل ته را ورسېده.
دغه بانک نن د سلواغې په ۲۴مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې بله کڅوړه چې ۴۰ میلیونه امریکایي ډالر دي، را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.»
سرچینې لیکلي، د افغانستان بانک د نړۍوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دې ټولنې غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې ولېږي.
سرچینه زیاتوي، د افغانستان بانک رهبري په دې باور ده چې د بانکي سکتور له لارې د مرستو رسول د خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي او په دې برخه کې د روڼتیا لامل کېږي.
دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د تېرې تلې میاشتې په ۱۲مه ویلي وو چې دغه سازمان په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد امریکایي ډالر افغانستان ته راوړي څو له میلیونونو هغو افغانانو سره چې بشري مرستو ته اړ دي، د ژوند ژغورنې مرستې وشي.
له افغانستان سره په تېرو ۱۲ میاشتو کې د اوسنۍ کڅوړې په ګډون، د بشري مرستو په ۵۴ کڅوړو کې یو میلیارد ۸۷۰ میلیون او ۴۰۰ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته شوې ده.
په روانه اوونۍ کې دا دویم ځل دی چې د نړۍوالې ټولنې له لوري د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو کڅوړه افغانستان ته را استول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP