ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک موندنې: په هېواد کې لږ تر لږه ۱۲۳ راډیوګانې له فعالیت لوېدلې دي

د پژواک موندنې: په هېواد کې لږ تر لږه ۱۲۳ راډیوګانې له فعالیت لوېدلې دي

author avatar
13 Feb 2023 - 19:41
د پژواک موندنې: په هېواد کې لږ تر لږه ۱۲۳ راډیوګانې له فعالیت لوېدلې دي
author avatar
13 Feb 2023 - 19:41

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د تېر کال په زمري مياشت کې تر سياسي بدلون وړاندې او له هغه را وروسته، ١٢٣ راډيوګانې تر ډېره د مالي ستونزو له امله له فعالیته لوېدلې دي.

پژواک خبري اژانس موندلې چې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې ٤٧٦ راډيوګانو فعالیت درلود.

له دې ډلې، شاوخوا يوه مياشت مخکې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پژواک سره د ٤٥٨ راډيوګانو نوملړ شریک کړی او دغه اژانس موندلې چې پر يادو راډيوګانو سربېره ١٨ نورې راډيوګانې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې فعالې وې.

د دغه وزارت د نوملړ پر بنسټ، له ۴۵۸ راډیوګانو ۱۸۳ راډیوګانو خپل د فعالیت جوازونه نوي کړي او د ۶۴ نورو راډیوګانو جوازونه د تمدید په حال کې دي، خو سرچینې د ۲۱۱ راډیوګانو د فعالیت جواز څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي.

پژواک هڅه وکړه چې د ٤٧٦ راديوګانو د فعالیت د دوام يا بندېدو په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو له دې ډلې له ١٥٠ راډیوګانو سره اړيکه ټينګه نه شوه او نورو سرچينو هم په دې اړه معلومات نه دي ورکړي، خو موندنې ښيي، د هغو راډيوګانو له ډلې چې اړيکې ورسره ټینګې شوي، ٢٠٣ راډیوګانې فعالې دي او د ۱۲۳ نورې راډیوګانو فعالیت په ټپه درېدلی دی.

د پژواک د موندنو له مخې، د ١٢٣ راډيوګانو له ډلې ٥٢ راډیوګانې د تېر کال د زمري په ٢٤مه له سياسي بدلون وړاندې، ٢٠ راډيوګانې د بدلون پر مهال (د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري له لومړۍ تر ٢٤مې) او ٢٤ راډيوګانې له دغه بدلون وروسته له فعالیته لوېدلې دي، د ۲۷ نورو راډیوګانو فعالیت د بندېدو نېټه نه ده معلومه.

د راپور جزئیات

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه وزارت کې د ثبت شوو ۴۵۸ راډیوګانو له ډلې، ۱۸۳ راډیوګانو خپل د فعالیت جوازونه نوي کړي او د ۶۴ نورو راډیوګانو د فعالیت جوازونه تر کار لاندې دي.

سرچينې د پاتې ٢١١ راډيوګانو د فعاليت جوازونو د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي او نه یې دي ویلي ‎چې څومره راډيوګانې له فعاليته لوېدلې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وړاندې شوو شمېرو له مخې، نږدې نيمايي راډيوګانې چې په اړه يې معلومات نه دي ورکړل شوي، په کابل، بلخ، ننګرهار، هرات، کندهار او پکتيا ولايتونو کې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په کابل کې د ۳۱ راډیوګانو، په بلخ کې د ۹ راډیوګانو، په ننګرهار کې د ۸،  په هرات کې د ۶، په کندهار کې د ۴، په پکتیا کې د ۶، په کندوز کې د ۶، په تخار کې د ۵، په غزنې کې د ۳، پروان کې د ۶، بغلان کې د ۶، په خوست کې د ۹، په بدخشان کې د ۷، پکتیکا کې د ۴، جوزجان کې د ۷، هلمند کې د ۵، فاریاب کې د ۲، لوګر کې د ۳، کونړ کې د ۳، غور کې د ۳، ​​اروزګان کې د ۵، بادغیس کې د ۵، فراه کې د ۵، لغمان کې د ۴، سرپل کې د ۴، میدان‌وردګو کې د ۴، نیمروز کې د ۴، سمنګان کې د ۲، دایکنډي کې د ۲، بامیانو کې د ۲، زابل کې د ۲ او پنجشېر د یوې راډیو د جواز موده تمدید شوې ده.

سرچينې ليکلي، په کابل کې د ٨ راډيوګانو جواز، په بلخ کې د ٥، په ننګرهار کې د ٩، په هرات کې د ٤، په کندهار کې د ۲، پکتيا کې د ٥، غزني کې ٢، تخار کې د ۳، پروان کې د ۲، پکتیکا کې ۲، فاریاب کې د ۲، لوګر کې د یوې، اروزګان کې د ۲، لغمان کې د ۳، سمنګان کې د یوې، دایکنډي کې د یوې، بامیانو کې د ۲، نیمروز کې د یوې، سرپل کې د یوې او په نورستان کې د ۵ راډیوګانو د جوازونو نوي کېدو چارې روانې دي.

خو د دغه وزارت په جدول کې په کابل کې د ۳۸ راډیوګانو، په بلخ کې د ۲۲ راډیوګانو، په ننګرهار کې د ۱۳ راډیوګانو، په هرات کې ۱۸ راډیوګانو، په کندهار کې د ۷ راډیوګانو، په پکتیا کې د ۷ راډیوګانو، په غزني کې د ۱۲ راډیوګانو، په کندز کې د ۱۰ راډیوګانو، په تخار کې د ۹ راډیوګانو، په پروان کې د ۸ راډیوګانو، په بغلان کې د ۶ راډیوګانو، په خوست کې د ۴ راډیوګانو، په خوست کې د ۶ راډیوګانو، په بدخشان کې د ۶ راډیوګانو، په پکتیکا کې د ۶ راډیوګانو، په جوزجان کې د ۵ راډیوګانو، په هلمند کې د ۶ راډیوګانو، په هلمند کې د ۵ رادیوګانو، په لوګر کې د ۴ راډیوګانو، په ارزګان کې د یوې راډیو، په لغمان کې د یوې راډیو، په سمنګان کې د ۴ راډیوګانو، په دایکنډي کې د ۳ راډیوګانو، په بامیانو کې د ۲، په میدان‌وردګو کې د ۲، په فراه کې د یوې راډیو، په نیمروز کې د یوې راډیو، په زابل کې د ۲ راډیوګانو، په کونړ کې د یوې راډیو، په غور کې د یوې راډیو، په کاپیسا کې د ۳ او په پنجشېر کې د یوې راډیو د جوازونو د تمدید کولو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت شاوخوا يوه مياشت مخکې پژواک ته د ٤٥٨ راډيوګانو نوملړ ورکړی او دغه اژانس موندلې چې پر يادو راډيوګانو سربېره په بېلابېلو ولايتونو کې ١٨ نورو راډيوګانو هم فعالیت درلود.

پژواک هڅه وکړه چې د يادو شوو ټولو ٤٧٦ راډيوګانو د فعاليتونو د دوام او يا درېدو په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو له دې ډلې له ١٥٠ راډيوګانو سره اړيکه نه ده ټينګه شوې او نورو سرچينو هم په دې اړه معلومات نه دي ورکړي، خو موندنې ښيي چې د پاتې راډیوګانو له ډلې، ۲۰۳ راډیوګانې فعالې او ۱۲۳ راډیوګانې له فعالیته لوېدلې دي.

د يادونې ده چې ځینې راډيوګانې په یو نوم په څو ولايتونو کې فعاليت کوي، خو دا ډول راډيوګانې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوملړ کې د يوې راډيو په توګه ثبت شوې دي.

پژواک هم دغه ډول راډیوګانې په دې راپور کې د يوې راډيو په توګه را اخیستې دي.

نږدې ۵۰ سلنه هغه راډیوګانې چې فعالیت یې درولی، په کابل، بلخ، ننګرهار، پروان او پکتیا ولایتونو کې دي.

موندنې ښيي چې په کابل کې ۳۰ راډیوګانې، ننګرهار او کندهار ۱۱-۱۱، خوست، بدخشان، تخار او جوزجان کې ۱۰-۱۰، بلخ او هرات کې ۹-۹، کندوز کې ۸، بغلان کې ۷، پکتیا، غزني، هلمند، لغمان، فراه او بادغیس کې ۵ – ۵، لوګر، نیمروز، اروزګان، کونړ، غور او سرپل کې ۴ – ۴، پروان، پکتیکا، فاریاب، میدان‌وردګ او زابل کي ۳ – ۳، دایکنډي، سمنګان او نورستان کې ۲ – ۲ او بامیان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې  یوه – یوه – یوه راډیو فعالې دي.

خو په کابل کې ۲۶ راډیوګانې، بلخ کې ۱۷، ننګرهار کې ۸، پروان کې ۷، پکتیا کې ۶، هرات، کندوز، بغلان او پکتیکا ۵ – ۵، فاریاب او بامیانو کې ۴ – ۴، کندهار، غزني، هلمند او وردګو کې ۳ – ۳، لغمان، لوګر، اروزګان، زابل، دایکنډي او سمنګان کې ۲ – ۲، نیمروز، بدخشان، تخار، فراه، کونړ، کاپیسا او پنجشېر کې یوه – یوه راډیو له فعالیته لوېدلې دي.

خو په کابل کې د ۳۲ رادیوګانو، هرات کې د ۱۴، بلخ کې د ۱۳، ننګرهار کې د ۱۱، غزني کې د ۹، کندهار کې د ۸، پکتیا کې د ۷، په پروان او تخار کې د ۶ – ۶، په خوست او پکتیکا کې د ۴ -۴، په کندوز، بغلان، فاریاب، هلمند، سمنګان، بدخشان او نورستان کې د ۳ – ۳، لغمان، لوګر، اروزګان، دایکنډي، کاپیسا او جوزجان کې د ۲ – ۲، بامیان، نیمروز او سرپل کې ولایتونو کې د یوې – یوې راډیو د فعالیت او غیرفعالیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د پژواک موندنې ښيي چې ۱۰۵ راډیوګانې له ١٣٨٠ تر ١٣٨٩ کال پورې، ۱۵۴ راډیوګانې له ١٣٩٠ تر ١٣٩٩ کال، اته راډیوګانې په ١٤٠٠ کال کې، ۵ راډیوګانې په ١٤٠١ لمريز کال کې جوړې شوې او د ٢٠٤ نورو راډيوګانو د جوړېدو وخت نه دی معلوم.

له دې ډلې ۱۲۳ راډیوګانې په بېلابېلو وختونو کې له فعالیته غورځېدلې دي.

د راډیوګانو فعالیت درېدو لاملونه

د راډيوګانو د مسوولينو د معلوماتو له مخې، ٣٨ راډيوګانې د مالي ستونزو له امله، درې راډيوګانې له هېواده د هغوی د کارکوونکو د وتلو له امله، درې راډيوګانې د رسنيو پر کار د محدوديت او بهر ته یې د مسوولينو د تلو، درې راډيوګانې د امنیتي ستونزو له امله، دوې راډیوګانې د امنیتي ګواښونو او د امکاناتو د غلا کېدو له امله، دوې راډیوګانې د تخنیکي ستونزو، دوې راډیوګانې د مالي او امنیتي ستونزو، یوه – یوه راډیو د رسنیز فعالیت د زمینې له منځه تلو، د تجهیزاتو د ویجاړېدو او غلا، په جګړه کې د راډيويي وسايلو له منځه تلو، د امتیاز د خاوند د لېوالتیا نشتوالي، د يوې ښځې له خوا د راډيو غصب او ناسم مديريت، د کارکوونکو د تېښتې، د سيمه‌ييزې ادارې مداخله او بهر ته د رسنيو د کارکوونکو وتلو او د بودجې د کمښت او  خپرنیزو  چارو کې د حکومت د مداخلې له امله له فعالیته لوېدلې دي، خو د ۶۳ راډیوګانو د بندېدو لاملونه نه دي معلوم.

وړاندیزونه

له پژواک سره په خبرو کې د ٢٧ راډيوګانو مسوولينو د مالي ملاتړ غوښتنه کړې، درېيو کسانو راډيوګانو ته د اعلاناتو ورکولو، دوو نورو د رسنيو د ظرفيت لوړونې، درېيو کسانو د رسنیو په کار کې د دولت د نه لاسوهنې، دوو کسانو له رسنیو د «محدودیتونو» لرې کولو او یو بل کس د ښځینه خبریالانو ملاتړ ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د ازادو ژوناليستانو اتحاديې رییس حجت‌الله مجددي د پژواک د موندنو په اړه وويل: «له بده مرغه په ​​تېرو ٢٢ کلونو کې داسې کره ډېټابېس نشته چې په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو کره شمېره معلومه کړي، په اوسنیو شرایطو کې د پژواک خبري اژانس له خوا د هر اړخيزو څېړنو موندنې ډېرې اغېزناکې دي، دا به د راتلونکو څېړنو په برخه کې د کره معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره یوه ښه لاره وي.»

د هغه په خبره، د هغو څېړنو شمېرې هم چې په دې وروستيو کې د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې د راډيوګانو په اړه ترسره کړې، د پژواک خبري اژانس له شمېرو سره نږدې دي.

مجددي زياته کړه: «زموږ څېړنې هم دا ښيي چې په افغانستان کې د رسنيو د سقوط لاملونه دوه کېداى شي، لومړى اقتصادي ستونزې چې د رسنيو په ځانګړې توګه د راډيوګانو د خپرونو د بندېدو اصلي لامل و او بل د قوانینو نشتوالی او د واکمن نظام نه ملاتړ هم د ځینو رسنیو په سقوط کې بې اغېزې نه و.»

ده وويل، د افغانستان د ازادو ژونالېستانو ټولنې په وار وار له نړۍوالې ټولنې د رسنيو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه زار د نوموړي په خبره، اسلامي امارت ته په کار ده چې د بیان ازادۍ او هغو رسنیو ملاتړ وکړي – چې د افغانستان د خلکو د ملي ګټو او ارزښتونو په چوکاټ کې خپرونې کوي – د قوانینو په پلي کولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون په جوړولو، رسنیزو سرغړونو ته د رسېدو کمیسیون د پیاوړتیا، د مالیاتو او برېښنا د لګښت په کمولو سره د هېواد د رسنیو د ملاتړ وکړي.

د رسنیو پر خپرونو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د څارنې رییس مولوي عبدالحق حماد وايي، هغه شمېرې چې پژواک د راډیوګانو په اړه خپرې کړي، د دغه وزارت له خوا هم تاييد شوې او وزارت هم دغه شمېرې خپرې کړې دي.

هغه د ١٨ راډيوګانو په اړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوملړ کې شاملې نه وې، خو پژواک یې په اړه معلومات ترلاسه کړي وايي، ښايي دا هغه راډيوګانې وي چې وزارت نه وي موندلې او يا هم د وزارت د شمېرو له راټولولو وروسته فعالې شوې وې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن (د فبرورۍ ۱۳مه) د راډیو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت د پیغام په خپرولو سره ویلي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د بیان له ازادۍ او ټولنیزو رسنیو په تېره بیا د راډیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي له حقه پوره ملاتړ ته ژمن دی.

Views: 168

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.