هرات (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د هرات د لیلامۍ واټ غرفهلرونکي د خپلو غرفو له لوړې کرایې شکایت لري او وایي، د کار نشتوالي له امله نه شي کولای چې د غرفو کرایه ورکړي.
د یادې سیمې یوه غرفهلرونکي علياحمد له پژواک سره په خبرو کې وویل، د لیلامۍ واټ جوړونکی او قراردادي شرکت له دوی څخه د میاشتې ۳۵۰۰ افغانۍ کرایه اخلي.
هغه وایي، غرفې داسې جوړې شوې چې ان د یوه کس ځای پکې نشته او د دومره کرایې ارزښت نه لري.
د هغه په خبره، د دوی د پلور بازار هم کمرنګه شوی دی.
یو بل غرفهلرونکی ناصر هم په دې باور چې د بازار نشتوالي له امله د دغه اندازه کرایې ورکړه دوی ته سخته ده او دوی اړ دي چې دغه لګښت له خپله جېبه ورکړي.
نوموړي زیاته کړه: «د دغې غرفې ارزښت له ۱۵۰۰ افغانیو ډېر نه دی؛ خو له موږه ۳۵۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې د غرفې اندازه یونیم متر ده چې موږ بهر ناست یو.»
غرفهلرونکي همداراز زیاتوي چې مخکې به په دغه واټ کې له هیڅ لاسي پلورونکي او غرفه لرونکي کرایه نه اخیستل کېده، خو قراردادي شرکت اوسمهال له کومو خدماتو وړاندې کولو پرته له دوی پیسې اخلي.
له بلې خوا، ځیني دوکانداران په دغه سیمه کې د غرفهلرونکو له بېنظمۍ شکایت کوي او وایي، غرفو پلې لارې بندې کړې او پر سړک یې د تګ راتګ ستونزې جوړې کړې دي.
د هرات ولایت د لیلامۍ واټ یو هټۍوال عبدالوهاب وایي، غرفې د سړک له منځه پلیو ل لارو ته اېستل شوې او د خلکو ته یې د تګ راتګ ستونزې جوړې کړې دي.
هغه وایي، دوکانداران هم کرایه ورکوي، غرفهلرونکو ته باید ځانګړی ځای په پام کې ونیول شي او غرفو شتوالي د دغه واټ ښایست له منځه وړی دی.
له بلې خوا، په لیلامۍ واټ کې د غرفو جوړونکي قراردادي شرکت مسوول وایي چې په دغه ځای کې یې شاوخوا ۷۰۰ غرفې جوړې کړې دي چې د سړک په شمالي څنډه کې ۳۵۰۰ افغانۍ کرایه اخیستل کېږي او د سړک په سویلي برخه کې ۳۰۰۰ افغانۍ کرایه ده.
د یادو غرفو د جوړولو شرکت مالي او اداري مدیر سید نذیر هاشمي له پژواک سره په خبرو کې وویل چې کار ته په کتو د غرفو کرایه یې ۵۰۰ افغانۍ کمه کړې ده.
د هرات د ښاروالۍ مسوولین هم وایي چې د لیلامۍ واټ د ښه نظم په موخه له یاد شرکت سره قرارداد شوی دی.
د هرات د ښاروالۍ ویاند محمد ناصر یارمل وایي چې د خلکو او د بازار وضعیت له څېړلو سره یې د غرفو بیه له ۲۵ تر ۳۰ سلنې ټيټه کړې ده.
نوموړي د یادو غرفو جوړولو موخه ځوانانو ته د کارموندنې زمینې برابرول او حکومت ته د عوایدو راټولول وباله.
د یادونې ده، د هرات لیلامۍ واټ د هرات ښار یو له هغو ځایونو څخه دی چې ډېره ګڼه ګوڼه لري او په همدې سیمه کې د سرو زرو او لباسونو بازار هم موجود دی.
د یادو غرفو له جوړولو وروسته، د غرفو مالکین له حکومته غواړي څو له دوی سره د مالیاتو او کرایو په کمولو کې مرسته وکړي. د دوی په باور، د ښاروالۍ له لوري د غرفو اوسنۍ کرایه ډېره لوړه او د دوی له توانه پورته ده.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن