کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د کابل یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې له ترافیکي بېنظمۍ شکایت کوي؛ خو مسوولین بیا وایي، تر پخوا په دغه برخه کې ډېر نظم رامنځته شوی دی.
د یادې موضوع په اړه د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي احمد نوید پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ترافیکي بېنظمي ډېره شوې او خلک یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه وویل: «موټرچلوونکي ترافیکي اصولو ته پاملرنه نه کوي، موټر د سړک په منځ کې دروي او هر ځای یې چې خوښه شي سپرلي پورته کوي، په همدې خاطر په څلورلارو او نورو ځایونو کې ګڼهګوڼه رامنځته کوي چې بیا خلک له یو ځای څخه بل ځای ته په خپل وخت نه شي رسېدلی.»
نوموړی وایي، مسوولین باید د دغه بېنظمۍ کمولو لپاره د کابل ښار په څلورلارو کې ترافیکي اشارې بېرته فعالې کړي.
همدارنګه د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اوسېدونکي مصطفی هم له ترافیکي بېنظمیو شکایت کوي.
هغه وویل: «په کابل ښار کې ترافیکي بېنظمي زیاته شوې او لامل یې هم د موټرو ګڼهګوڼه، په څلورلارو کې د ترافیکي اشارو نه شتون او د موټرچلوونکو بې پروایي ده.»
د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي تواب پژواک ته وویل چې د ښار په ډېرو څلورلارو کې موټرچلوونکو بېنظمي رامنځته کړې ده.
نوموړی وایي چې په ځينو څلورلارو او چوکونو کې د ګڼېګونې له امله پر وخت دندې ته نه شي رسېدلی.
هغه هم وایي، موټرچلوونکي په هر ځای کې چې وغواړي سپرلي پورته کوي او د خلکو ستونزې هیڅ په پام کې نه نيسي.
دغهراز د کابل ښار یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د ګڼېګوڼې مخنیوي په موخه دې په څلورلارو کې ترافیکي اشارې بېرته فعالې کړي.
بلخوا، د کابل د ترافیکو مدیر مولوي خیال محمد پژواک ته وویل چې د پخوا په پرتله په کابل ښار کې ډېر نظم راغلی دی.
هغه وویل: «د کابل ښاریانو شکایت بېځایه دی او په ښار کې بشپړ نظم راغلی دی، مشکل نشته، تر پخوا ډېر نظم راغلی او که یو څه ستونزې وي هغه به حل شي.»
نوموړی وایي، په راتلونکي کې به د کابل ښار په څلورلارو کې ترافیکي اشارې بېرته فعالې شي.
دا په داسې حال کې ده چې پر کابل سربېره، په یو شمېر نورو لویو ولایتونو کې هم کله نا کله خلک له ترافیکي بېنظمۍ او ګڼېګوڼې شکایتونه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP