پلخمري (پژواک، ٢٧ سلواغه ١٤٠١): د بغلان په مرکز پلخمري کې د ٨٤ میلیون افغانیو په لګښت د نفتي توکو زېرمه کولو يوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د افغانستان د نفتي توکو عمومي ریاست سرپرست انجنیر نصیراحمد رحیمي نن (د سلواغې ۲۷مه) په پلخمري کې په دې اړه نیول شوو مراسمو ته وويل، خوښ دی چې په بغلان کې د نفتي توکو یوه داسې پروژه ګټې اخیستنې ته سپاري چې په فعالېدو به یې د نفتي توکو بیې نورې هم کنټرول شي.
هغه وویل، د نفتي توکو ذخیره کولو یاده پروژه چې ٨٤ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی، پر ټاکلي وخت بشپړه شوه او ګټې اخیستنې ته یې سپاري چې د هېواد په اقتصادي پرمختګ او د بیو کنټرول برخه کې مهم رول لري.
همدارنګه د ماليې وزیر مولوي هدایتالله بدري هم په ياده غونډه کې وويل، بغلان یو صنعتي ولایت دی نو په پام کې ده چې د دغه ولایت د ټولو فابریکو فعالولو لپاره اقدام وشي.
بدري وویل چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اقتصادي ودې لپاره د ګڼو پروژو کارونه روان دي چې له امله یې خلکو ته د کار او سوداګرۍ زمینه هم برابره شوې ده.
دغه راز ّه بغلان کې د نفتي توکو سوداګرو اتحاديې مسوول حاجي ذبیحالله هم د يادې زېرمې پر جوړېدو خوښي وښوده، ويې ويل، حکومت بايد په نورو برخو کې د نفتي توکو سوداګرو ستونزې هوارې کړي.
د يادونې ده، یاد زېرمتون د ٣٠٠ ټنه نفتي توکو ساتلو ظرفیت لري چې ترڅنګ یې د سلګونه ټنه ظرفیت لرونکې جوړې نورې زېرمې هم شته خو په تېرو شلو کلونو کې ترې ګټه نه ده اخیستل شوې.
Views: 223
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن