میدانښار(پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۱۲ سیمهییزو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان ملي اولمپیک کمېټې مشر نظرمحمد مطمین د دغو لوبو د پیل په مراسمو کې وویل، دغه لوبه تر اوسه له ملي المپیک سره رسمي ثبت نه ده خو دوی هڅه کوي چې د دې لوبې ترڅنګ د لامبو وهنې او اس ځغلونې محلي لوبې هم په ملي کچه رسمي کړي.
هغه زیاته کړه: «دغه لوبې د اسلام په مبارک دین کې ځانګړی ځای لري او خلک یې له پخوا زمانو په محلي توګه ترسره کوي.»
د ملي المپیک مشر د یادې لوبې لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د دغو لوبو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP