Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار سپین بولدک کې د ۵۳ زره ډالرو په لګښت یو چیک‌ډیم جوړ شو

کندهار (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۱): د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام/ UNDP په مالي او د ډنمارک د کډوالو شورا/ DRC په تخنیکي ملاتړ د اوبو زېرمه کولو یو چیک‌ډیم جوړ شو.

د چیک‌ډیم د پرانیستې مراسمو کې د یادو دواړو ادارو د استازو ترڅنګ د کندهار د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست یوه مسوول او ځايي اوسېدونکو ګډون کړی و.

د کندهار د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالي وویل، د سپین بولدک ولسوالۍ په بیدک کلي کې د اوبو زېرمه کولو دغه چیک ډیم د خلکو په غوښتنه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له لوري د ۵۳ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پنځو میاشتو په موده کې جوړ شو.

هغه زیاته کړه، د ۱۳ مترو په لوړوالي او ۶۰ مترو په اوږدوالي یاد چیک ډیم د ۱۷۰ زره متر مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.

دی وايي، د دغه چیک ډیم له جوړېدو سره به په یاد کلي کې تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه شي او د سلګونو کورنیو د اوبو د کمښت ستونزه به حل شي.

نوموړي د مرستندویه ادارو له لوري د دغه راز ټولګټو پروژو عملي کولو هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې موسسې او خیریه بنسټونه دې خپلې بشري مرستې نه مشروطوي.

هغه له هغو مرستندویه ادارو او موسسو چې خپل کارونه یې محدود کړي یا درولي غوښتنه وکړه چې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

خلک د چیک‌ډیم جوړېدو ته خوښ دي او وايي چې په دې سیمه کې به د اوبو د کمښت ستونزه نوره حل شي.

د سپین بولدک د بیدک کلي یوه اوسېدونکي حاجي محمدصادق پژواک ته وویل، د چیک ډیم له جوړېدو سره به د بارانونو هغه اوبه مهار او زېرمه شي چې مخکې بې‌ځایه بهېدې.

هغه زیاته کړه، دغسې بندونه ګټور دي؛ ځکه تر ځمکې لاندې اوبه ورسره ډېرېږي او خلک کولای شي د خپلو کروندو او باغونو خړوبولو لپاره کافي اوبه ولري.

نوموړي غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې دې ورته نور کوچني بندونه هم جوړ شي او د ځمکو خړوبولو لپاره دې ویالې ورڅخه وغځول شي.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې د سپین بولدک په ګاونډ ارغستان ولسوالۍ کې هم د ډنمارک کډوالو شورا له لوري د ۹۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو زېرمه کولو ورته چیک‌ډیم جوړ او پرانیستل شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.