Language

اروزګان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

ترینکوټ (پژواک، ۲۹ سلواغه ١۴٠١): د اروزګان مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ پر لاره د ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او څلور کسان ټپیان دي.

د اروزګان ولایت ویاند احسان‌الله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن له غرمې مخکې د یادې لارې په کوتل مرچه سیمه کې شوې ده.

د هغه په وینا، یو فیلډر موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله له مسیره اوښتی او پکې ناست ۵ کسانو ته –چې د یوې کورنۍ غړي دي- مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، مړه شوې ښځه او ټپيان د هلمند ولایت اوسېدونکې دي او د اروزګان دهراوود ولسوالۍ ته د خپلوانو کور ته پر لاره وو.

login or register a new account.