ترینکوټ (پژواک، ۲۹ سلواغه ١۴٠١): د اروزګان مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ پر لاره د ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او څلور کسان ټپیان دي.
د اروزګان ولایت ویاند احسانالله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن له غرمې مخکې د یادې لارې په کوتل مرچه سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا، یو فیلډر موټر د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله له مسیره اوښتی او پکې ناست ۵ کسانو ته –چې د یوې کورنۍ غړي دي- مرګژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه، مړه شوې ښځه او ټپيان د هلمند ولایت اوسېدونکې دي او د اروزګان دهراوود ولسوالۍ ته د خپلوانو کور ته پر لاره وو.
مسوولین وایي، د پېښې قربانیان یې ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.
د اروزګان ولایتي روغتون یوې سرچینې پژواک اژانس ته وویل، له نننۍ ترافیکي پېښې څخه ورته څلور ټپیان چې نارینه دي، ور وړل شوي دي.
د هغه په خبره، د دوو ټپیانو روغتیایې حالت نازک دی.
تر دې مخکې هم د اروزګان د لویو لارو خرابوالي له امله د ترافیکي پېښو پر مهال مرګژوبله اوښتې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










