کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): افغان کرکټ ملي لوبډله د درېیو شل اووریزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له متحده عربي اماراتو سره کوي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي نړۍوال لوبغالي کې کېږي.
افغانستان وړمه ورځ اماراتو ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې چې افغان کرکټ ملي لوبډله له اماراتو سره خپله درېيمه لوبه سبا وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP