منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۰ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان او اماراتو ترمنځ د کرکټ دویمه شل اووريزه لوبه نن کېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): افغان کرکټ ملي لوبډله د درېیو شل اووریزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له متحده عربي اماراتو سره کوي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي نړۍوال لوبغالي کې کېږي.

افغانستان وړمه ورځ اماراتو ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې چې افغان کرکټ ملي لوبډله له اماراتو سره خپله درېيمه لوبه سبا وکړي.