[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د اووه ورځې مخکې په پرتله د لومړنیو توکو بیو بدلون نه دی کړی، خو د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت یو څه لوړ شوی دی.
د نفتي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرول بیه ۷۰ افغانۍ او د یو لېتر ډیزل بیه ۸۶ افغانۍ ده.
د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، نن هم لکه ۷ ورځې مخکې د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۷۹ افغانۍ ده.
د خوراکي توکو په بیو کې هم بدلون نه دی راغلی.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو بیه ۲۱۵۰ افغانۍ، د ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه ۲۷۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړيو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د سرو زرو بیې هم بدلون نه دی کړی.
د کابل ښار په تېمورشاهي سړک کې د حاجي حامد صالحزاده په نوم د زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، نن هم لکه تېره شنبه یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۴۴۰۰ افغانیو او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۵۰۰ افغانیو پلوري.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د د هغه د بیې له بدلون سره تړوا لري.
د افغانیو پر وړاندې د ډالرو او د پاکستانۍ کلدارو پر وړاندې د افغاینو ارزښت د تېرو ۷ ورځو په پرتله یو څه لوړ شوی دی.
د کابل په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۹،۲۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۲۵ افغانیو بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې په ۲۲مه یو امریکايي ډالر په ۸۹ افغانیو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۳۰ افغانۍ تبادله کېدې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP