Pajhwok Afghan News

پکتیکا کې دوه زره کیلوګرام ومان ترلاسه شوي

ښرنه (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د پکتیکا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې یې ۲ زره کیلوګرامه ومان بوټي -چې هلمند ته قاچاق کېدل- ترلاسه کړي دي.

امنیې قوماندانۍ په دې اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه ومان بوټي چې په ۴۰ بوجیو کې اچول شوي وو، له خوست ولایت څخه د پکتیکا مټاخان ولسوالۍ ته راوړل شوي وو او له دې ځایه هلمند ته وړل کېدل چې د امنیې قوماندانۍ اړوند له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري ترلاسه شول.

خبرپاڼه زیاتوي، د دغه بوټي د قاچاق په تور یو کس نیول شوی او ویلي یې دي چې دغه بوټي یې د سوداګرۍ په موخه ساتلي او راوړي وو.

سرچینه وايي، له دغه بوټي د هیروینو او ښیښې په پروسس کې کار اخیستل کېږي، ځکه یې پېر او پلور منع اعلان شوی دی.

د یادونې ده، تېره اوونۍ هم له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د مرکز ښرنې اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې په ساحه کې ۵۹۰ ګرامه ښیښه ترلاسه کړې وه.

Views: 131

Exit mobile version