کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ١۴٠١): د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسيون پرېکړه کړې چې له بهرنيو ځواکونو پاتې پوځي اډو کې اقتصادي زونونه جوړوي او په همدې موخه له دغو اډو یوازې د بلخ او کابل پر هغو ازمایښتي کار پیلېږي.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې چې نن د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستيال له مطبوعاتي دفتره رسنيو ته استول شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
سرچينه وايي، په دې غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې دې پر ځانګړو اقتصادي زونونو د بدلولو په موخه، له پلان سره سم په تدریجي ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي.
خبرپاڼه زياتوي چې په همدې موخه له یادو اډو یوازې د بلخ او کابل پر هغو ازمایښتي کار پیلېږي.
همدا ډول په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د شاه و عروس بند د پاتې چارو بشپړولو او د چارو د کیفیت په اړه د اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د دغه بند د پاتې چارو او کیفیت په تړاو خپلې څېړنې ترسره او راپور یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.
همدارنګه په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د رېلپټلۍ او برېښنا اړوند د لومړیتوبونو په موخه دې د رېلپټلۍ ادارې په سرپرستۍ او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ دوه جلا کمېټې جوړې شي، څو د رېلپټلۍ او د برېښنا تولید اړوند هغه پروژې مشخصې کړي چې ودانیزې چارې یې د افغانستان د داخلي عوایدو پر مټ بشپړېدای شي.
دغهراز په غونډه کې پر باروړونکو موټرو د GPS سیستم نصبولو موضوع په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې موظفه کمېټه دې په دې اړه له اړوندو شرکتونو سره خبرې وکړي.
د يادې غونډې په بله برخه کې د نوي ښار د پارک جوړولو پر طرحې هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې په دغه طرحه کې راغلي تعدیلونه دې له کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ سره شریک او بیا دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.
د غونډې په پای کې د هغو سترو زیربنايي پروژو په اړه بحث وشو او په راتلونکي کال کې ورته د بودجې ځانګړې کولو منظوري ورکړل شوه چې ډېر کارونه یې ترسره شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP