ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ګمرک عوایدو کې ۶۸ سلنه ډېروالی راغلی

د هرات ګمرک عوایدو کې ۶۸ سلنه ډېروالی راغلی

author avatar
19 Feb 2023 - 09:30
د هرات ګمرک عوایدو کې ۶۸ سلنه ډېروالی راغلی
author avatar
19 Feb 2023 - 09:30

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د مالیې وزارت وایي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د هرات ګمرک عواید ۱۹.۷ میلیارد افغانیو ته رسېدلي او دا کچه د تېر کال په پرتله ۶۸ سلنه ډېروالی ښيي.

د مالیې وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د تېر کال په لومړیو لسو میاشتو کې د یاد ګمرک عوایدو کچه  ۱۱.۷ میلیارد افغانۍ وه.

سرچینه لیکي، په عوایدو کې ډېروالی د مالیې وزارت د غوره مدیریت، روښانه مالي تګلارو، د ژمنو او مسلکي کسانو ګومارلو، له فساد سره مبارزې، ګمرکونو کې سوادګرو ته د اسانتیاوو برابرولو له امله راغلی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د هېواد په ډېرو ګمرکونو کې برېښنایي تلې او سیستمونه نصب شوي او دغه چاره د عوایدو ډېرېدو لامل شوې ده.

Views: 70

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.