پل علم (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): په لوګر کې د ماشومانو زدهکړې ۹۰۰ سیمهییز ټولګي- چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په موسسو کې د ښځو کار ځنډېدو غبرګون کې تړل شوي وو- بېرته پرانیستل شول.
د هلکانو او نجونو زدهکړو دغه سلګونه سیمهییز ټولګي د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي ملاتړ او د ژغونې نړۍوالې کمېټې/ IRC په تخنیکي همکارۍ پر مخ وړل کېږي.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، یادو ادارو د مرکز پلعلم په ګډون په محمداغې، برهکيبرک، خوښۍ، څرخ، ازرې او خروار ولسوالیو کې د هلکانو او نجونو ۹۰۰ سیمهییز ټولګي بېرته پرانیستل.
دی وايي، دغه ټولګي- چې شاوخوا دوې میاشتې تړلي وو- نن (د کب لومړۍ نېټه) له هغه وروسته بېرته پرانیستل شول چې یونیسف او د ژغورنې نړۍوال کمېټې له پوهنې وزارت سره اړوندې ستونزې حل کړې.
خو هغه په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.
د هغه په خبره، له لومړي تر درېیم یادو ټولګیو کې شاوخوا ۳۰ زره هغه هلکان او نجونې په زدهکړو بوخت دي چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.
په لوګر کې د ژغونې نړۍوالې کمېټې یوه سیمهییز مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، له دوه میاشتې ځنډ وروسته د دې ادارې دفتر بېرته پرانیستل شو چې یوازې یې نارینه کارکوونکي خپلو کارونو ته ستانه شوي دي.
هغه وایي، د ښځینه کارکوونکو د کار د پيل لپاره هم هڅې پيل شوې او ژر به ښځینه کارکوونکې هم خپلو دندو ته ستنې شي.
د لوګر اوسېدونکي خوشحاله دي چې له دوه میاشتني ځنډ وروسته یې د اولادونو پر مخ سیمهییز ټولګي بېرته پرانیستل شول.
د مرکز پلعلم یوه اوسېدونکي محمدرسول پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې د سیمهییزو ټولګیو له تړل کېدو سره شاوخوا ۳۰ زره ماشومان له زدهکړو بې برخې شوي وو.
هغه زیاته کړه، خوښ دی چې سیمهییز ټولګي بېرته پرانیستل شول او اولادونه یې د زدهکړو لپاره بېرته خپلو ټولګیو ته لاړل.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې نه یوازې نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي، بل ښځو ته دې حق ورکړي څو له شرعي اصولو سره سم دندو ته لاړې شي.
د یادونې ده، د اسلامي امارت له لوري د ښځو کار له ځنډولو وروسته ګڼو ملي او نړۍوالو ادارو د لوګر په ګډون په ډېرو ولایتونو کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
Views: 93
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن