منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۹ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې د ماشومانو زده‌کړو ۹۰۰ سیمه‌ییز ټولګي بېرته پرانیستل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۵۸ کتنې

پل علم (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): په لوګر کې د ماشومانو زده‌کړې ۹۰۰ سیمه‌ییز ټولګي- چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په موسسو کې د ښځو کار ځنډېدو غبرګون کې تړل شوي وو- بېرته پرانیستل شول.

د هلکانو او نجونو زده‌کړو دغه سلګونه سیمه‌ییز ټولګي د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي ملاتړ او د ژغونې نړۍوالې کمېټې/ IRC په تخنیکي همکارۍ پر مخ وړل کېږي.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، یادو ادارو د مرکز پل‌علم په ګډون په محمداغې، بره‌کي‌برک، خوښۍ، څرخ، ازرې او خروار ولسوالیو کې د هلکانو او نجونو ۹۰۰ سیمه‌ییز ټولګي بېرته پرانیستل.

دی وايي، دغه ټولګي- چې شاوخوا دوې میاشتې تړلي وو- نن (د کب لومړۍ نېټه) له هغه وروسته بېرته پرانیستل شول چې یونیسف او د ژغورنې نړۍوال کمېټې له پوهنې وزارت سره اړوندې ستونزې حل کړې.

خو هغه په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

د هغه په خبره، له لومړي تر درېیم یادو ټولګیو کې شاوخوا ۳۰ زره هغه هلکان او نجونې په زده‌کړو بوخت دي چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.

په لوګر کې د ژغونې نړۍوالې کمېټې یوه سیمه‌ییز مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، له دوه میاشتې ځنډ وروسته د دې ادارې دفتر بېرته پرانیستل شو چې یوازې یې نارینه کارکوونکي خپلو کارونو ته ستانه شوي دي.

هغه وایي، د ښځینه کارکوونکو د کار د پيل لپاره هم هڅې پيل شوې او ژر به ښځینه کارکوونکې هم خپلو دندو ته ستنې شي.

د لوګر اوسېدونکي خوشحاله دي چې له دوه میاشتني ځنډ وروسته یې د اولادونو پر مخ سیمه‌ییز ټولګي بېرته پرانیستل شول.

د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي محمدرسول پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې د سیمه‌ییزو ټولګیو له تړل کېدو سره شاوخوا ۳۰ زره ماشومان له زده‌کړو بې برخې شوي وو.

هغه زیاته کړه، خوښ دی چې سیمه‌ییز ټولګي بېرته پرانیستل شول او اولادونه یې د زده‌کړو لپاره بېرته خپلو ټولګیو ته لاړل.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې نه یوازې نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي، بل ښځو ته دې حق ورکړي څو له شرعي اصولو سره سم دندو ته لاړې شي.

د یادونې ده، د اسلامي امارت له لوري د ښځو کار له ځنډولو وروسته ګڼو ملي او نړۍوالو ادارو د لوګر په ګډون په ډېرو ولایتونو کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه