ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې سرچينې وايي، تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده

ځينې سرچينې وايي، تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده

author avatar
20 Feb 2023 - 14:35
ځينې سرچينې وايي، تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده
author avatar
20 Feb 2023 - 14:35

جلال‌اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ١٤٠١): د تورخم کميسارۍ د کشف عمومي امر وايي، تورخم کې نن سهار د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د تورخم کميسارۍ د کشف عمومي امر کريم‌الله اغا په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغې نښتې دوه ساعته دوام درلود.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په نښته کې افغان لوري ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

په تورخم ښارګوټي کې يوه مزدورکار د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل، د دروازې تړل کېدو له امله د دوی کار هم بند شوی او نن سهار نښته شوې ده.

خو دی وايي، نښته د سپکو وسلو وه او شاوخوا لس دقيقې يې دوام وکړ.

خو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر قريشي بدلون پژواک ته وويل، تورخم ښارګوټي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه نه ده شوې.

دی وايي، پاکستاني چارواکو په تورخم کې د ترانزيټ او مسافرو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو ځينې ژمنې کړې وې چې هغه يې نه دي عملي کړې نو ځکه له تېرې شپې راهیسې دروازه د اسلامي امارت له لوري تړل شوې ده.

دی وايي، د تورخم کميسار او اړوند نورو مسوولينو له پاکستاني اړخ سره په دې اړه خبرې پیل کړې دي.

په رسنیو کې يوه ويډيو لاس په لاس کېږي چې په کې يو کس خبرې کوي او په نورو خلکو غږ کوي چې جګړه روانه ده، ځانونه له تورخمه وباسئ او د خبرو په جريان کې د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي خو د دې ويډيو د ثبت وخت معلوم نه دى.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست بيا وايي، دا ويډيو پخوانۍ ده او نن هیڅ دا ډول پېښه نه ده رامنځته شوې.

بلخوا پاکستاني رسنيو هم د دغه هېواد امنيتي سرچينو په حواله په تورخم کې د نښتې په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

د جيو نيوز په نوم د پاکستان يوې خصوصي رسنۍ ليکلي چې دغه نښته مرګ‌ژوبله نه لري.

Views: 601

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.