Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مزار ښاروالۍ سږ کال له ټاکلي هدفه ډېر عواید ټول کړي

مزارشریف (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): د مزارشریف ښاروال وایي چې سږ کال یې له ټاکلي هدفه ۲۴۰ میلیون افغانۍ ډېر عواید راټول کړي دي.

د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب‌الله طارق نن یوه خبري کنفرانس کې وويل چې سږ کال دوى ته د عوايدو لپاره ۵۱۲ میلیون افغانۍ عواید هدف ورکړل شوى و خو دوى ٧٥٢ ميليون افغانۍ عواید ټول کړي دي.

هغه د عوايدو ډېروالي عوامل، له اداري فساد سره جدي مبارزه او د کارکوونکو مسلکيتوب په ګوته کړ.

ښاروال دغه راز وایي، سږ کال د مزارشریف ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۷۵ میلیون افغانیو په لګښت ۲۱ ټولګټې پروژې پلې کړې او پلان لري چې په راتلونکي کال کې ۲۴ نورې پروژې هم پلې کړي.

ببلخوا خلک وايي چې ښاروالي بايد له ښاره لرې په نورو سيمو کې هم پروژې پلې کړي.

د مزارشریف یو اوسېدونکی احمدفیاض د مزار ښاروالۍ له فعالیتونو خوښي ښیي خو وایي چې ښاروالي باید خپل فعالیتونو پراخ کړي او هغو سیمو ته لومړیتوب ورکړي چې خلک يې ورته ډېره اړتیا لري.

عبدالبصیر د مزارشریف ښار بل اوسېدونکی هم وایي چې ښاروالي یوازې دننه ښار کې فعالیت کوي او له دې ادارې غواړي څو د ښار لرو پرتو ساحو او ناحیو ته هم پاملرنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.