Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۱۳۵۸ کال د کب درېیمه؛ هغه ورځ چې په کابل کې د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې لومړنی ولسي پاڅون وشو

کابل (پژواک، ٣ کب ۱۴۰۱): له ننه ۴۳ کاله وړاندې په همدې ورځ، کابل ښاریانو د تکبیر نارې په غبرګولو سره د وخت شوروي اتحاد اشغال پر وړاندې پاڅون پیل کړ؛ یو شمېر افغانانو د کب درېیمې پاڅون د شوروي اتحاد سرو لښکرو د یرغل پر وړاندې د اسلامي او ملي پاڅون پیل بللی دی.

نن د کب درېیمه او پر افغانستان د مخکني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د کابل خلکو د پاڅون ۴۳مه کلیزه ده؛ ډېرو خلکو دا ورځ د افغانستان په معاصر تاریخ کې پر یوې تاریخي او نه هېرېدونکې ورځې بدله کړې ده.

د ۱۳۵۸ هجري‌ لمریز کال د کب په درېیمه چې پر افغانستان د مخکني شوروي اتحاد د سرو لښکرو له یرغله څه کم دوه میاشتې تېرې شوې وې، د شپې له خوا زرګونه کابل ښاریان د خپلو بامونو سر ته وختل، د یرغلګرو پر وړاندې یې د تکبیر نارې‎ شعارونه ورکړل او وروسته دغه پاڅون د ښار نورو برخو ته وغځېد.

د کابل خلک د کب د درېیمې نېټې پر سهار د بهرنیو ځواکونو او حکومت پر وړاندې په تش لاس سړکونو ته راووتل او شوروي سرتېري او د وخت د حکومت ټانګونه یې په تيږو ووېشتل. په دې تاریخي ورځ ان د ښوونځیو نجونو هم په لاریون کې ګډون وکړ چې ځینو یې خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.