منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۴ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ۱۳۵۸ کال د کب درېیمه؛ هغه ورځ چې په کابل کې د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې لومړنی ولسي پاڅون وشو

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۳۲ کتنې

کابل (پژواک، ٣ کب ۱۴۰۱): له ننه ۴۳ کاله وړاندې په همدې ورځ، کابل ښاریانو د تکبیر نارې په غبرګولو سره د وخت شوروي اتحاد اشغال پر وړاندې پاڅون پیل کړ؛ یو شمېر افغانانو د کب درېیمې پاڅون د شوروي اتحاد سرو لښکرو د یرغل پر وړاندې د اسلامي او ملي پاڅون پیل بللی دی.

نن د کب درېیمه او پر افغانستان د مخکني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د کابل خلکو د پاڅون ۴۳مه کلیزه ده؛ ډېرو خلکو دا ورځ د افغانستان په معاصر تاریخ کې پر یوې تاریخي او نه هېرېدونکې ورځې بدله کړې ده.

د ۱۳۵۸ هجري‌ لمریز کال د کب په درېیمه چې پر افغانستان د مخکني شوروي اتحاد د سرو لښکرو له یرغله څه کم دوه میاشتې تېرې شوې وې، د شپې له خوا زرګونه کابل ښاریان د خپلو بامونو سر ته وختل، د یرغلګرو پر وړاندې یې د تکبیر نارې‎ شعارونه ورکړل او وروسته دغه پاڅون د ښار نورو برخو ته وغځېد.

د کابل خلک د کب د درېیمې نېټې پر سهار د بهرنیو ځواکونو او حکومت پر وړاندې په تش لاس سړکونو ته راووتل او شوروي سرتېري او د وخت د حکومت ټانګونه یې په تيږو ووېشتل. په دې تاریخي ورځ ان د ښوونځیو نجونو هم په لاریون کې ګډون وکړ چې ځینو یې خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

د دغه پاڅون په پایله کې د مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمېره نه ده معلومه؛ خو خپاره شوي راپورونه ښيي چې په دې ورځ د شوروي ځواکونو او د وخت حکومت د ډزو له امله شاوخوا ۴ زره لاریون‌وال شهیدان شوي دي.

د «افغانستان د شنونکو شبکې» یوه بنسټ‌ګر توماس ‎روټیګ د دې ورځې د یوه عیني شاهد له قوله لیکلي: «د کب په درېیمه شپه، ټول خلک د خپلو کورونو بامونو ته وختل او د الله اکبر نارې یې پیل کړې. د هغه وخت یوه خاطره مې دا ده چې د هغې شپې په سبا د خلکو ستوني د  الله اکبر د نارو له امله په درد شوي وو.»

هغه لیکلي: «د هغه ورځې په سهار خلک واټونو ته راووتل او د شوروي اتحاد پر وړاندې یې مظاهره وکړه. په ځینو سیمو کې یې پر دولتي ودانیو هجوم وروړ او د پولیسو ځینې حوزې په خپل واک کې راوستې او ځانونه یې مسلح کړل. عیني شاهدان وایي چې پولیسو خپلې وسلې خلکو تسلیم کړې او له هغوی سره یوځای شول. داخلي سرتېرو پر لاریون‌والو له ډزو کولو ډډه وکړه.»

سیاسي کارپوه عبدالجبار اکبري د کب د درېیمې پاڅون په اړه وايي، له ننه ۴۳ کاله مخکې د کابل خلکو حماسه رامنځته کړه او د شوروي د سرو لښکرو پر وړاندې یې له ځانه استقامت او ځوانمردي وښوده.

د هغه په خبره، هغه مهال د شوروي اتحاد غوښتل چې د افغانستان په اشغالولو سره د سیمې نورو هېوادونو ته ورسېږي، د افغانستان د خلکو دین او ایډیالوژي بدله کړي او کمونیزم حاکم کړي.

خو هغه په دوام کې وویل، روسانو چې کوم خیال درلود هغه ته ونه رسېدل او د افغانستان خلکو ثابته کړه چې د هیڅ زبرځواک پر وړاندې له خپل دین او فرهنګه نه تېرېږي.

اکبري څرګنده کړه چې د کب د درېیمې پاڅون د کابل د خلکو له خوا په خودجوش ډول پیل شو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي نوامیسو، خاورې او عزت ساتلو لپاره یو ولسي پاڅون و.

نوموړي له سرپرست حکومته وغوښتل چې دغه تاریخي ورځ دې د تېرو حکومتونو په شان  ونمانځي.

په ورته وخت کې، د سياسي چارو شنونکی ولي فروزان –چې خپله هم د کب درېيمې پاڅون کې برخه اخيستې وه او پلار يې له همدې امله يوه مياشت بندي شوى و- وايي، له پاڅون مخکې پېښې لکه د غویي ۷مې کودتا او هغه ظلمونه چې د حفيظ‌الله امين او نورمحمد ترکي حکومتونو له خلکو سره کول، د دغه پاڅون لامل شول.

د هغه په ​​وينا، که څه هم دغه پاڅون د حکومت او شوروي ځواکونو له خوا وځپل شو، خو پر افغانستان د شوروي سره پوځ د نیواک پر وړاندې په ډله‌ییز ډول یو خودجوشه ولسي پاڅون و.

فروزان چې په خپله یې په یاد پاڅون کې ګډون درلود خو وایي: «که زه پوهېدای چې زموږ دغه مبارزه په هغه وخت کې د دغه ۴۳ کلنې ګډوډۍ، د دومره خلکو د وژلو، ویجاړیو، بربادۍ او په هېواد کې د پردیو د لاسوهنې لامل کېږي، ما به هیڅکله په دغه پاڅون کې ګډون نه کاوه.»

فروزان وویل، هغه وخت کې د هماغو شرایطو منل، د افغان ولس له ۴۳ کلنو جګړو او بربادۍ څخه ښه و چې تر ننه ورسره مخ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه