کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، د افغانستان سرپرست حکومت د ځانګړو اقتصادي زونونو رامنځته کولو لپاره د پلان جوړولو په حال کې دی څو بهرني پانګهوال جذب کړي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي پرون (چهارشنبه) له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان د زیربناوو، برېښنا او کانونو په برخه کې د پانګونې طرحې جوړولو لپاره په روسیې، ایران او پاکستان کې د ځینو شرکتونو کنسرسیوم جوړ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، د سوداګرۍ وزارت او دغه کنسرسیوم -چې ۱۴ افغان پانګهوال پکې ګډون لري- له بهرنیو شرکتونو سره هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د هغه په خبره، ټاکل شوې چې د یادو شرکتونو استازي کابل ته سفر وکړي او د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې پروژې وڅېړي.
عزیزي په ډاګه کړه چې د افغانستان حکومت د کنسرسیوم او اقتصادي ځانګړو سیمو رامنځته کولو په ګډون د څو اوږدمهالو سوداګریزو طرحو پر جوړولو تمرکز لري او پر امنیتي مسایلو کار کوي.
د نوموړي په خبره، د پروژو د امنیت موضوع د سرپرست حکومت لپاره ډېره مهمه ده چې په دې اړه په کابینه کې ډېر بحث شوی دی.
هغه وویل: «د کابینې په ناستو کې د امنیت په اړه ډېر بحثونه شوي، کمېسیونونه جوړ شوي او د جګړهمارو پټنځایونه ویجاړ شوي دي.»
نوموړي زیاته کړې، دوی د سالنګ پر لار د یوه نوي تونل جوړولو د بررسۍ په حال کې دي او غواړي چې د پنجشېر د شمال اوبه د کابل پر لور جاري کړي.
عزیزي همداراز د کابل او هرات ترمنځ د یوې نوې لویېلارې جوړولو طرحې یادونه وکړه.
Views: 98
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن