غزني ښار (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمدیونس راشد غزني ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له ځوانانو سره ولیدل او په یوه غونډه کې یې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
د غزني ځوانانو په استازولۍ د احمدالله په نوم یوه ځوان په دغه غونډه کې د ځوانانو چارو له معین څخه وغوښتل چې ځوانانو ته په هېواد کې دننه د کار زمینه برابره کړي څو بهر ته له تلو را وګرځي.
هغه وویل: «ډېری ځوانان د اقتصادي ستونزو او نامعلوم برخلیک له امله نورو هېوادونو ته د تلو په هڅه کې دي.»
یوه بل ځوان علي رضا وویل: «دا د حکومت مسوولیت دی چې د ځوانانو د استعدادونو قدر وکړي او له وړتیاوو یې د هېواد په ابادۍ کې کار واخلي.»
د نوموړي په خبره، له تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې ډېری ځوانان له هېواده د وتلو په فکر کې دي چې دا یوه غمیزه ده.
د غونډې یو شمېر نورو ګډونوالو ځوانانو هم ورته څرګندونې وکړې او له اسلامي امارته یې وغوښتل چې ځوانانو ته د زدهکړې ترڅنګ د کار مناسب شرایط برابر کړي.
په غونډه کې د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده وویل، په تېرو دوو جهادي دورو کې ۹۸ سلنه ونډه د ځوانانو وه او اوسنی نظام هم د هغوی په قربانیو راغلی دی.
هغه زیاته کړه، اوس هم د هېوادوالو هیلې ځوانانو ته دي چې هېواد به د بسیاینې پر لور بیايي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمدیونس راشد وویل، ځوانان دې زغم ولري، هېواد تر ټولو ډېر دوی ته اړتیا لري، په کار ده په شریکه د پرمختګ او سوکالۍ لپاره یې کار وشي.
هغه زیاته کړه: «په حقیقت کې ځوانان د یوې ټولنې کارنده ځواک او بېسارې پانګه ده چې د بېلابېلو وړتیاوو او استعدادونو په لرلو د هېواد د ملا تیر بلل کېږي.»
د نوموړي په خبره، د اسلامي امارت مسوولین تل په دې لټه کې دي چې د ځوانانو د ژوند خوندیتوب ترڅنګ هغوی ته کار روزګار هم پيدا کړي.
دغهراز راشد له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې په غونډه کې یادې ټولې ستونزې به له اړوندو مسوولینو سره شریکوي.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې بهر ته د تلو پر ځای دې په هېواد کې له دوی سره یو ځای کار وکړي.
د یادونې ده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین له دې مخکې زابل، کندهار، هلمند، اروزګان او یو شمېر نورو ولایتونو ته هم سفر کړی و چې په بېلابېلو غونډو کې ځوانانو خپلې ستونزې او غوښتنې ورسره شریکې کړې وې.
Views: 202
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن