ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتی خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت لري

د نیمروز د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتی خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت لري

author avatar
23 Feb 2023 - 17:10
د نیمروز د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتی خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت لري
author avatar
23 Feb 2023 - 17:10

زرنج (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): د نیمروز د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتی شبکو د خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت لري او د خدماتو د ښه‌ کېدو غوښتنه کوي؛ خو د اترا اداره وايي، د ستونزې د حل لپاره ځیني اقدامات تر کار لاندې دي.

یاد اوسېدونکي د ټولو مخابراتی شبکو له خدماتو شکایت لري او ادعا کوي چې له دوو میاشتو راهیسې د ټیلیفوني اړیکو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.

د نيمروز ولايت د چخانسور ولسوالۍ اوسېدونکې فاطمې پژواک ته وويل، هغه او کورنۍ يې تر ډېره د روشن سيم کارتونه کاروي، خو له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې د ټيلېفوني اړيکې پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي؛ ځکه ډېر کم داسې پېښېږي چې اړیکه ټینګه شي او که ټینګه هم شي، غږ په سمه توګه بل لوري ته نه ځي.

هغه وايي، تېره اوونۍ يې مور ناروغه وه او ولايتي روغتون ته يې د انتقال لپاره یې تر لسو ځله ډېر خپل ورور ته د زنګ وهلو هڅه وکړه، خو اړیکه ټینګه نشوه.

نوموړې زیاتوي: «په چخانسور ولسوالۍ کې روشن هیڅ کار نه کوي، کله بېسیم او اتصالات هم سم کار نه کوي، خلک اړ دي چې په ورځ کې یو ځل سیم‌کارت واخلي.»

هغه وايي: «زه ۵۰ افغانۍ مصرفوم څو یوازې دوه دقیقې خبرې وکړم، زما پاتې پیسې د شبکې له خوا ضایع کېږي.»

دغه مېرمن له مسوولینو غواړي چې د مخابراتي شبکو د خدماتو کیفیت لوړولو لپاره دې اړوندو شبکو له مسوولینو سره اړیکه ونیسي او دغه ستونزې دې حل کړي.

په ورته وخت کې، د کنګ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شاه‌ولي بلوچ پژواک ته وويل، په دې ولسوالۍ کې له روشن شبکې پرته بله هېڅ مخابراتي شبکه په سمه توګه کار نه کوي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وینا، کله چې خلک د غم او ښادۍ مراسم ولري، د مخابراتي خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله اړ دي چې د خپلو خپلوانو خبرولو لپاره کلي په کلي وګرځي او ډېره لاره ووهي.

هغه زیاته کړه: «زه په درویشک كلي كې اوسېږم، دلته هيڅ مخابراتي شبكه کار نه کوي، تېره اونۍ د واده مراسمو لپاره پنځو كليو ته ولاړم او هغوى ته مې خبر ورکړ چې ډېر لګښت یې درلود.»

هغه وايي: «د کنګ ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي له نورو سره د اړیکو نیولو لپاره د افغانستان د سیمکارتونو پر ځای د ایران د ایرانسل شبکې له سیمکارتونو استفاده کوي او که هغه کسان ایرانسل سیمکارتونه ونه لري چې دوی اړیکه ورسره نیسي، نو بیا افغان‌بیسیم او اتصالات شبکو ته په اړیکه نیولو ډېر لګښت پرې راځي.»

ایرانسل یوه ایرانۍ مخابراتی شبکه ده چې د نیمروز او ایران ترمنځ پر پوله یې داسې قوي انتنونه لګولي چې ان د نیمروز ولایت په ځینو سیمو کې هم کار کوي.

په ورته مهال، په نیمروز کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مدیر سید عبدالعزیز د مخابراتي شبکو د خدماتو د ټیټ کیفیت پخلی کوي او وايي: «په نیمروز ولایت کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو ټیټ کیفیت تر ډېره د ایراني مخابراتي شبکو زیاتوالي له امله دی چې قوي سېګنال لري او ډېره ساحه تر پوښښ لاندې راولي.»

هغه وايي،  په کنګ ولسوالۍ کې -چې له ایران سره د ګډې پولې په صفري نقطه کې موقعیت لري- د مخابراتي شبکو د انتن د کمزورتیا ستونزه ډېره ده، خو د کنګ اوسېدونکو تر اوسه د دغې ستونزې د هواري په موخه د نیمروز ولایت مخابراتو ریاست ته کومه عریضه نه ده سپارلې.

د هغه په خبره، په زرنج کې د روشن، بیسیم او اتصالاتو مخابراتي شبکو کیفیت ښه دی، خو په ولسوالیو کې د ایراني شبکو د قوي انتن شتون د افغاني شبکو انتن کمزوری کړی، په زرنج کې انټرنټ 4G دی او شبکې ستونزه نه لري، یوازې ام‌ټي‌ان کمه ستونزه لري چې ژر به هواره شي.

د اترا مدیر په نیمروز کې د مخابراتي شبکو د ټیټ کیفیت یو لامل په دغه ولایت کې د سایټونو کمښت وباله او زیاته یې کړه: «د روشن او افغان‌بیسیم له شرکتونو سره په همغږۍ هڅه کوو څو په هره ولسوالۍ کې یو سایټ زیات کړو او د شرکتونو مسوولینو ډاډ راکړی دی.»

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په نیمروز ولایت کې د افغان‌بیسیم شبکې ۲۴ سایټونه او د روشن ۳۰ سایټونو موجود دي چې په هره ولسوالۍ کې یوازې یو سایټ (انتن) شته، ځکه د نیمروز خلک له یادو دوو شبکو ډېره استفاده کوي.

Visits: 124

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.