کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، په هېودا کې په لومړي ځل د VIP بسونو فعالیت پیل شو چې د کابل – مزارشریف او کابل – کندوز پر لویېلارې به تګ راتګ کوي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بسونه د یوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت له خوا نوي وارد شوي دي.
سرچینې لیکلي، دغه بسونه روزل شوي مېلمهپالان، انټرنېټ وایفای سیستم، راحت سېټونه، د کارکوونکو یونیفورم، مسافرينو ته وړیا خوراک او څښاک او يو شمېر نورې اسانتیاوې لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بسونه د کابل – مزارشریف او کابل – کندوز ترمنځ لویهلار کې فعالیت پیل کړی دی.
د یاد وزارت چارواکو په دې برخه کې د دغه خصوصي شرکت هڅې ستایلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP