ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوکراین او روسیې یوه کلنه جګړه؛ تر اوسه د دواړو هېوادونو ۲۵۰ زره سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

د اوکراین او روسیې یوه کلنه جګړه؛ تر اوسه د دواړو هېوادونو ۲۵۰ زره سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
25 Feb 2023 - 00:59
د اوکراین او روسیې یوه کلنه جګړه؛ تر اوسه د دواړو هېوادونو ۲۵۰ زره سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
25 Feb 2023 - 00:59

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): پر اوکراین د روسیې یرغل د یوه کال په بشپړېدو سره ځینو سرچینو ویلي چې تر اوسه په دې جګړه کې د دواړو هېوادونو شاوخوا ۲۵۰ زرو سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د روان زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکرایین د روسیې برید یو کلن شو چې د راپورونو له مخې، تر اوسه په کې د دواړه هېوادونو ۲۵۰ زره عسکر وژل شوي او ټپیان دي.

د اوکراین جګړه تېر کال وروسته له هغه پیل شوه چې د روسیې ولسمشر د ناټو د نفوذ پر پراخېدو نیوکې وکړې او ورسره جوخت یې له ناټو سره د اوکراین د یو ځای کېدو په تړاو خپل سخت مخالفت څرګند کړ.

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي په دې مناسبت په یوه اعلامیه کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویلي: "موږ دوام وکړ، موږ مات نه شوو او موږ به سږ کال د بریالیتوب لپاره هر څه وکړو، اوکراین نړۍ ته الهام ورکوي، اوکراین نړۍ متحده کړې ده."

د نړۍوالو نظامي شنونکو په باور، له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته پر اوکراین د روسیې برید تر ټولو لوی نظامي برید ګڼل کېږي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دې جګړه تر اوسه ۲۵۰ زره اوکرايني او روسي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړې په‌ دې هېوادونو کې پر ځاني او مالي زيانونو سربېره د نړۍ په کچه اقتصادي او سياسي اغېزې درلودې.

له دې مخکې ملګرو ملتونو پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل له لومړۍ کلیزې یوه ورځ مخکې د پنجشنبې په ورځ یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې له روسیې غوښتي وو چې له کوم شرط پرته خپل ځواکونه له اوکراینه وباسي.

په همدې حال کې چین د جمعې ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند او د سولې خبرو د پیل غوښتنه وکړه. دا د چین له خوا د ۱۲ مادو لرونکي یو وړاندیز برخه ده چې د روسیې په وړاندې د لوېدیځ بندیزونو پای ته رسولو، په ملکي زیربناوو باندې د بریدونو مخنیوي لپاره اقدامات، د اټومي تاسیساتو خوندیتوب یقیني کول او د بشري مرستو لېږلو لپاره دهلېز رامنځته کولو غوښتنه کوي. چین په دې شخړه کې د بې طرفه پاته کېدو لټه کوي، خو بجینګ پر اوکراین د روسیې پر برید له نیوکې ډډه کړې ده.

د  چین دا ډیپلوماتیکې هڅې په داسې حال کې کېږي چې اوکراین د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین په ختیځ او جنوبي برخه کې یې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې د پرمختګ لپاره د روسیې هڅې شنډې کړې او د مسکو د یرغل له لومړۍ کلیزې یوه ورځ مخکې یې جګړه په ټپه درولې ده.

روسیه د اوکراین له شاوخوا پنځو برخو یوه برخه خاوره کنټرولوي. د اوکراین د خاورې نیولو لپاره دا کچه د هغه څه په پرتله خورا کمه ده چې یو کال مخکې زیات شمېر پوځي شنونکو یې په داسې حال کې وړاندوینه کړې وه چې د مسکو ټانکونه د اوکراین د ختیځ لور ته روان وو.

یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې.

[/restrict]

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.