کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان ایالت په بارکهان سیمه کې په یوه چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
دغهراز پاکستاني رسنۍ جیونیوز هم نن په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي، د بلوچستان په بارکهان سیمه کې چاودنه شوې چې ۴ کسان په کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو چې چاودنې يې په سیمه کې هټیو او نورو موټرونو ته هم زیان اړولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې هم د پېښور د پولیسو په یوه جومات کې چاودنه شوې وه چې شاوخوا ۳۰۰ کسان ته یې مرګژوبله اړولې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP