Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې د ماین چاودنو له امله نږدې پنځه میلیون خلک زیانمن شوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې نږدې پنځه میلیون وګړي د ماین چاودنو له امله زیانمن شوي او د ملاتړ لپاره یې ۱۸،۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو د ککړتیا تر ټولو لوړه کچه او په خپلو ځمکو کې تر ټولو زیات ناچاوده مهمات او ماینونه لري.

اوچا د کب په اتمه یوه ټویټ کې لیکلي، روان کال په دغه هېواد کې د چاودېدونکو توکو او مهماتو پلټنې، د چاودېدونکو توکو شنډولو او د ګواښ ارزونې لپاره ۱۸.۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

سرچینې زیاته کړې، دغه بودجه به په افغانستان کې د ماین چاودنو له امله د زیانمنو ۱.۴ میلیون وګړو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې ۴.۹ میلیون کسان د ماین چاودنو له امله زیانمن شوي دي.

له دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې په افغانستان کې نږدې ۱۵ سلنه داسې کورنۍ شته چې لږ تر لږه یو غړی یې په معلولیت کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په افغانستان کې له جګړو د پاتې ناچاوده مهماتو چاودنو له امله د مرګ‌ژوبلې زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دې کمېټې څو میاشتې مخکې ویلي وو، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ او جون میاشتو ترمنځ په افغانستان کې د چاودېدنکو توکو چاودنو ۳۹۲ پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۹۰۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سره صلیب نړۍوال سازمان د اندېښنې په ښودو سره ویلي وو چې د ماین چاودنو ۸۵ سلنه قربانیان ملکیان او ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

دغه سازمان زیاته کړې وه، مایونونه او چاودېدونکي توکي د افغانانو لپاره لا هم جدي ګواښ دي.

یاد سازمان دغه راز د خلکو ژوند ژغورلو لپاره د ناچاوده مهماتو پر پاکولو ټینګار کړی و.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.