ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راروان کال په بدخشان کې ۴۴ نوي روغتیايي مرکزونه جوړېږي

راروان کال په بدخشان کې ۴۴ نوي روغتیايي مرکزونه جوړېږي

author avatar
27 Feb 2023 - 17:16
راروان کال په بدخشان کې ۴۴ نوي روغتیايي مرکزونه جوړېږي
author avatar
27 Feb 2023 - 17:16

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي چې په را روان کال کې به په بدخشان ولایت کې ۴۴ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شي.

دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال محمدحسن غیاثي نن په کابل کې د بدخشان ولایت د روغتیايي ستونزو په اړه جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک ته وکړې.

هغه وویل، د عامې روغتیا وزارت پلان لري چې د بدخشان په مرکز او ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونو ته په کمي او کیفي توګه ارتقا ورکړي.

نوموړی وایي، د عامې روغتیا وزارت یو پلاوى بدخشان ته تللى و او هلته یې له خلکو سره له نږدې ليدلي او د هغوی ستونزې يې اورېدلې دي.

هغه زياتوي، د یاد پلاوي د ارزونې په پايله کې به په راتلونکي کال کې د بدخشان ولايت د روغتيايي مرکزونو شمېر له ١٥٠ څخه ٢٠٠ ته لوړ کړاى شي.

همدارنګه په دغه ورکشاپ کې د بدخشان د عامې روغتیا رییس قاري عتیق‌الله پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې د لارو د ستونزو له امله زیاتره خلک نه شي کولی چې روغتیایي خدماتو ته په اسانه لاسرسی پيدا کړي.

نوموړی له مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه چې په بدخشان کې دې له روغتیايي مرکزونو سره مرسته وکړي څو د خلکو ستونزې حل شي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پژوک ته وویل چې نن په همدې موخه ورکشاپ جوړ شوی څو په بدخشان کې د روغتیایي مرکزونو ستونزې حل شي.

هغه وویل: «کوم ورکشاپ چې نن دلته جوړ شوى، موخه یې همدا ده چې د بدخشان ولایت په لرو پرتو سیمو کې چې خلک اوسېږي او هلته د روغتیا په برخه کې کومې ستونزې او اړتیاوې وي، هغه حل شي.»

د یادونې ده، ډېر مهال د ژمي په موسم کې د واورې ورېدو له امله د بدخشان د ولسواليو لارې له مرکز سره تړلې وي او خلک يې نه شي کولاى خپل ناروغان مرکز او يا هم نورو ولايتونو ته انتقال کړي.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.