منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۶ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

عامې روغتیا وزارت

۲۶ راپورونه

راپورونه

د عامې روغتیا وزارت: د بستري ناروغانو لپاره د خوړو یوې مېنو پر چمتو کولو کار روان دی

د کابل ښار په دوو دولتي روغتونونو کې پر ژېړي اخته د بستري ناروغانو پایوازان په داسې حال کې دغو ناروغانو ته د نامناسبو خوړو له ورکول کېدو شکایت کوي چې د عامې روغتیا وزارت وايي، د بستري ناروغانو لپاره د خوړو د یوې مېنو پر چمتو کولو کار روان دی.

غړي

عامې روغتیا وزارت له پاکستانه افغانستان ته د واردېدونکو درملو او خوراکي توکو پرکیفیت ټینګار کړی

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د پاکستان د درملو جوړولو اتحادیې او د درملو تنظیم ادارې له مسوولینو سره انلاین ناسته کې له یاد هېواده افغانستان ته د واردېدونکو درملو او خوراکي توکو پر کیفیت ټینګار کړی.

غړي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست: د کونړ ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپلېکس ‌پاتې چارې به بېرته ژر پیل شي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست کونړ ته د خپل سفر پر مهال له رسنیو سره خبرو کې وویل، اسعداباد کې ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپلېکس چې د تېر حکومت پر مهال یې د جوړولو چارې نیمګړې پاتې وې چې ډېر ژر به بېرته پیل او بشپړې شي.

غړي

د عامې روغتیا وزارت ویاند: موږ د کولرا ناروغۍ مثبته پېښه نه لرو

د عامې روغتیا وزارت وایي، ځینو رسنیو د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ناسم خپور کړی؛ ځکه راپور کې افغانستان کې د ارقامو اړوند د حادو اسهالاتو (AWD) کلمه استفاده شوې چې د کولرا له یقیني او تثبیت شوو شمېرو سره ربط نه لري.

عباد: نړۍوال همکاران دې د روغتیا نړۍوالې اسمبلۍ کې د افغانستان استازیتوب ترلاسه کولو کې همکاري وکړي

د عامې روغتيا سرپرست وزير له نړۍوالو همکارانو غوښتي چې د روغتیا نړۍوالې اسمبلۍ او د ختیځې مدیترانه‌يي حوزوي سازمان کې د افغانستان استازیتوب ترلاسه کولو کې ورسره همکاري وکړي، څو د هېواد روغتیایي لومړیتوبونه…

غړي

«د افغانستان عامې روغتیا وزارت د بیزو تڼاکې له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره لازم چمتووالی لري»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د «بیزو تڼاکې» له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د لازم چمتووالي خبره کوي چې د روغتیا نړۍ­وال سازمان، په بېلابېلو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ د مثبتو پېښو د ثبتېدو له امله، بېړنی روغتیايي حالت اعلان کړی دی.

غړي

عامې روغتیا وزارت د ۱۳زره ماشومانو د مړینې په اړه د بشري حقونو د څار ډلې راپور رد کړ

د عامې روغتیا وزارت په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د ۱۳زره نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په اړه د بشري حقونو د څار سازمان راپور رد کړی او وايي، دغه سازمان له ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې هیڅ ډول کره سروې نه لري.

نور راپورونه