Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې د میندو د مړینې په اړه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د رئیس څرګندونو ته د ا.ا غبرګون

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د میندو د مړینې شمېرو په اړه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د رئیس څرګندونې ناسمې او د هېواد د روانو روغتیايي پرمختګونو پر وړاندې غیر عادلانه دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) رئیس، سوبرټن، په دې وروستیو کې ویلي و چې ګواکې په افغانستان کې هر دوه ساعتونه یوه ښځه د امیندوارۍ یا زیږون اړوندو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا ډول ارقام ناسم، له دقیقو شواهدو بې‌برخې، او د هېواد د روانو روغتیايي پرمختګونو پر وړاندې غیر عادلانه دي.

زمان زیاته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت له پیل راهیسې، موږ په هېواد کې د مور او ماشوم روغتیا ته ځانګړې پاملرنه کړې، د روغتیايي مرکزونو شمېر مو زیات کړی، د قابلو او روغتیاپالو حضور مو پراخ کړی او د زیږون خدمات مو عامو خلکو ته نږدې کړي او د لاسرسي وړ ګرځولي دي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، وروستي معلومات ښيي چې د میندو د مړینې کچه، چې پخوا خورا لوړه وه، اوس په محسوس ډول راټیټه شوې ده.

هغه وایي، دا ادعا چې ګواکې هر دوه ساعتونه یوه ښځه خپل ژوند له لاسه ورکوي، له علمي او واقعي شواهدو سره سمون نه لري.

زمان زیاتوي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي معلوماتو راټولولو لپاره فعال سیستمونه لري، او ټول ارقام د ساحوي سرویګانو او راپور ورکونکو میکانېزمونو پر بنسټ ترتیبېږي.

نوموړي له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان په اړه د معلوماتو له خپرولو مخکې، له وزارت سره همغږي وکړي، تر څو د ناسمو برداشتونو، وېرو خپرېدو، او د خلکو د ذهني سلامتۍ د ګډوډۍ مخه ونیول شي او کره، دقیق او موثق معلومات شریک شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.