Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عامې روغتیا وزارت د ۱۳زره ماشومانو د مړینې په اړه د بشري حقونو د څار ډلې راپور رد کړ

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د ۱۳زره نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په اړه د بشري حقونو د څار سازمان راپور رد کړی او وايي، دغه سازمان له ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې هیڅ ډول کره سروې نه لري.

د بشري حقونو د څار سازمان پرون (د کب ۲۷مه) په یوه راپور کې ویلي، روان میلادي کال په افغانستان کې ۱۳زره نوي زېږېدلي ماشومان د خوارځواکۍ او ورسره تړلو ناروغیو له امله مړه شوي دي.

د دغه راپور پر اساس، په افغانستان کې ۹۵ سلنه وګړي په کافي اندازه خواړه نه لري او ۳.۵ میلیونه ماشومان غذايي ملاتړ ته اړتیا لري.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې د افغانستان د لوږې کړکېچ ته د رسېدو لپاره وخت له لاسه د وتلو په حال کې دی.

یاد سازمان ویلي، په داسې حال کې چې ډېر هېوادونه بشردوستانه مرستو ته ژمن دي، خو افغانستان دغه بحران ته د رسېدو لپاره یو کارنده بانکي سیسټم ته بېړنۍ اړتیا لري.

د دغه سازمان په وینا چې اوسمهال د افغانستان ډېری بانکونه په سختۍ سره خپل فعالیت ته دوام ورکوي او په وروستیو اوونیو کې متحده ایالتونو او نړیوال بانک ميلیاردونه ډالر مرستې ازادې کړې، خو د افغانستان پر مرکزي بانک محدودیتونه معاملې یا سترې اخیستنې لا هم ناشوني کوي.

دغه سازمان ټینګار کړی، د افغانستان خلک اړتیا لري چې خوړو ته د لاسرسي په ګډون له خپلو ټولو حقونو برخمن شي.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوېد هژیر د بشري حقونو څار سازمان دا ادعا رد کړې ویلي یې دي، دا سازمان له ۲۰۱۹ کال راهیسې هیڅ ډول دقیقه سروې نه لري.

د هغه په وینا چې د روان میلادي کال له پیله راهیسې ۵۹زره ۸۸۳ له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ وو او ۳۲۳ نور ماشومان له همدې امله مړه شوي دي.

هغه همداراز زیاته کړه، د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مرسته د مغزي موادو د تولید ماشین الات پېرل شوي چې نږدې راتلونکی به د ملګرو ملتو سازمان له خوا فعال شي.

په ورته وخت کې نوموړی ټینګار کوي، د افغانستان روغتیا برخه لا هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

له دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام هم په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.