ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عباد: نړۍوال همکاران دې د روغتیا نړۍوالې اسمبلۍ کې د افغانستان استازیتوب ترلاسه کولو کې همکاري وکړي

عباد: نړۍوال همکاران دې د روغتیا نړۍوالې اسمبلۍ کې د افغانستان استازیتوب ترلاسه کولو کې همکاري وکړي

author avatar
7 May 2023 - 17:38
عباد: نړۍوال همکاران دې د روغتیا نړۍوالې اسمبلۍ کې د افغانستان استازیتوب ترلاسه کولو کې همکاري وکړي
author avatar
7 May 2023 - 17:38

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د عامې روغتيا سرپرست وزير له نړۍوالو همکارانو غوښتي چې د روغتیا نړۍوالې اسمبلۍ او د ختیځې مدیترانه‌يي حوزوي سازمان کې د افغانستان استازیتوب ترلاسه کولو کې ورسره همکاري وکړي، څو د هېواد روغتیایي لومړیتوبونه او اړتیاوې له نړۍوالو سره شریکې کړي.

د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په ایران کې د «جي۵» هېوادونو ناستې ته د وینا پر مهال ویلي: «نړۍوال همکاران او د افغانستان خواخوږي هېوادونه باید زموږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي، څو افغانستان د روغتیا نړۍوالې اسمبلۍ او د ختیځې مدیترانه‌یي حوزوي سازمان (EMRO) کې د استازیتوب چې د روغتیا وزارت حق دی ترلاسه کړي، له دې سره به موږ خپل روغتیایي لومړیتوبونه او اړتیاوې له نړۍوالو سره شریکې کړو او حل‌لارې ورته ومومو.»

سرچينه کاږي، عباد د روغتیا په برخه کې د همکاریو پراختیا په ځانګړي ډول د هغو ساري ناروغیو د کنټرول په اړه خبرې وکړې چې په اسانۍ سره له یوه هېواده بل ته انتقالېږي، پر روغتیایي پوهاوي او تجاربو شریکولو يې ټینګار وکړ او همدارنګه یې زیاته کړه چې ناروغۍ سرحد نه پېژني، باید له دې ډول پدیدو سره په ګډه مبارزه وشي.

عباد زياته کړې: «موږ خپلو امکاناتو ته په ليدلو سره سپینو ساحو یا هغو ساحو کې چې روغتیایي خدمات کلونه وړاندې پکې په نشت حساب يا محدود وو، اوس مو زمینه برابره کړې چې په همدې ساحاتو کې خپلو هېوادوالو ته روغتیایي خدمات ورسوو، دا چې ځينې سيمې لا هم کار ته اړتيا لري، نو په دې برخه کې همغږۍ او مرستې ته اړتیا ده.»

د هغه په وینا، افغانستان د کرونا واکسین د تطبیق په برخه کې مخکښ هېواد دی او د روټین واکسین د پوښښ او د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې ډېرې لاسته‌راوړنې لري.

هغه وايي: «ځینې مغرضې کړۍ ځیني وخت په ټولنه کې د ذهنیتونو مغشوشولو په نیت افواهات خپروي چې ګويا ښځینه روغتیایي کارکوونکې له کارونو څخه منع شوې، حال دا چې ټولې ښځینه کارکوونکې د اسلامي او شرعي احکامو په رڼا کې خپلو وطنوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي، څو د ښځینه ناروغانو، ميندو او ماشومانو روغتیا تأمین کړي.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرپرست ډاکټر قلندر عباد په مشرۍ پلاوی وړمه ورځ (د غويي ۱۵مه) د «جي۵» کنفرانس کې د ګډون په موخه ایران ته تللی دی.

Visits: 69

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.