ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا نړۍوال سازمان افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار جوړوي

د روغتیا نړۍوال سازمان افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار جوړوي

author avatar
21 Mar 2023 - 10:04
د روغتیا نړۍوال سازمان افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار جوړوي
author avatar
21 Mar 2023 - 10:04

کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان د پولیو برخې مسوولین وايي، د دې میاشتې په اوږدو کې یې تخنیکي ټیم د پولیو د تشخیص لابراتور جوړولو په موخه افغانستان ته سفر کوي.

په دې اړه د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د دغه وزارت سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد پرون په دوحه کې د افغانستان د روغتیا د لومړیتوبونو او د پولیو د محوې په اړه جوړه شوي غونډه کې ګډون وکړ.»

سرچېنې لیکلي، په غونډه کې د قطر د روغتیا وزارت او بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو د «Bill Gates Foundation»، روغتیا نړۍوال سازمان او یونیسف حوزوي دفترونو استازو ګډون کړی وو چې د پولیو د محوې سربېره په سپینو ساحو کې د روغتونونو پر جوړولو بحث او خبرې وشوې.

عباد په دغه غونډه کې ویلي: «زموږ د روغتیا د برخې لومړیتوبونه واضح دي، زموږ د روغتیا د برخې همکاران باید خپلې مرستې په افغانستان کې رښتینو روغتیايي اړتیاوو ته په کتو تنظیم او د موازي او د خدماتو له تضاعف څخه دې مخنیوی وکړي.»

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې دې د پولیو د تشخیص لابراتوار- چې د روغتیا نړۍوال سازمان یې تېر کال د جوړولو ژمنه کړې وه- ژر جوړ شي.

خبرپانه کې راغلي، د روغتیا نړۍوال سازمان د پولیو برخې مسوول ډاډ ورکړ چې د دې میاشتې په جریان کې به یې تخنیکي ټیم د پولیو د تشخیص لابراتوار جوړولو د ابتدايي کارونو د پیل په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

دغه‌راز، د عامې روغتیا وزرات ویلي چې د قطر د عامې روغتیا وزیرې ډاکټر حنان محمد الکواري هم دوی ته د دوه اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی چې له مخې به یې د افغانستان روغتیايي پرسونل د روزني او په لنډمهاله معیاري تخصصي برنامو کې د جذب او روزلو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي.

سرچېنې لیکلي چې په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د قطر د روغتیا له وزیرې ډاکټر حنان محمد الکواري سره په سپینو ساحو کې د روغتونونو جوړولو، د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې او د یو هوکړه لیک پر اساس په «Hamad Medical Complex» کې د افغانستان روغتیايي پرسونل ته د قطر د تخصص د پروګرام مطابق د معیاري تخصصي برنامې پر ترتیبولو بحث او خبرې وکړې.

Visits: 185

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.