کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال وایي چې په افغانستان کې د روغتیا برخه کې د نړۍوالو سازمانونو خدمات نیمګړي او غیرمعیاري دي.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده دغه څرګندونې نن د حکومتي ادارو یو کلنې لاسته راوړنو د تشريح په پروګرام کې وکړي.
هغه وویل چې د نړۍوالو سازمانونو خدمات نیمګړي او غیرمعیاري دي او خلکو ته کفایت نه کوي.
هغه وایي: «باور وکړئ چې کوم خدمات نړۍوالو سازمانونو ترسره کړي، نیمګړي او بېکیفیته دي، دغه خلکو ته بسنه نه کوي، تر دې چې بند وي ښه به وي.»
نوموړې وویل که نړۍوال سازمانونه د کال په پیل کې د همکارۍ ژمنه ورنه کړي، د عامې روغتیا وزارت به له خپلې بودجې روغتونونه اکمال کړي.
هغه وویل: «که دوی له موږ سره ژمنه ونه کړي چې د کال په پیل کې له تاسې سره همکاري نه شو کولای، روغتونونه نه شو تمویلولی، د دغو روغتونونو اکمال نه شو کولای، اسلامي امارت خپله دغه بودجه برابروي؛ خو که د کال په پیل کې ژمنه کوي او د کال په منځ کې خدمات قطع کوي، دا له خلکو او بشریت سره جفا ده.»
ده د بېلګې په ډول د بدخشان د نسایي ولادي ۶۰ بستریز روغتون، هلمند کې د فاطمې بیات، د کندهار د عینو مېنې روغتون او په پکتیا کې یو روغتون یاد کړ چې د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا څلور میاشتې تمویل شوي او وروسته یې له دغو روغتونونو سره خپلې مرستې قطع کړې دي.
صحبزاده زیاته کړه: «معیاري خدمات باید ټولو ته برابر شي، کوم خدمات چې په ۲۰ کلونو کې د افغانستان خلکو ته ترسره شوي، نیمګړي دي، معیاري نه دي، دا موضوع مو د روغتیا له نړۍوال سارمان سره هم شریکه کړې چې دا خدمات غیرمعیاري دي او خلکو ته بسنه نه کوي.»
بلخوا، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل په دې ناسته کې وویل چې د روږدو ښځو درملنې لپاره د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ۱۰ روغتیایي مرکزونه شتون لري.
هغه زیاته کړه چې د ۲۰۱۵ کال یوې سروې له مخې، په هېواد کې شاوخوا ۳،۵ میلیونه روږدي موجود و، چې له دې ډلې ۸۵ زره ښځې او ماشومان و.
ورته مهال، هغه وویل چې دغه وزارت په نظر کې لري چې یوه نوې سروې ترسره کړي او نوي ارقام پیدا کړي او بیا یې له خلکو سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس د روان کال د چنګاښ په ۱۸مه یو راپور خپور کړی چې له مخې یې د بدخشان د نسایي ولادي ۶۰ بستریز روغتون و چې د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا تمویلېده، اوس له فعالیته پاتې دی.