Language

د عامې روغتیا وزارت یو تخنیکي پلاوی بنګله‌دېش ته ولاړ

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت یوه پلاوي بنګله‌دېش ته سفر کړی څو هلته د افغان سوداګرو ستونزې واوري او د هغو شرکتونو تخنیکي نظارت وکړي چې افغانستان ته درمل صادروي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د خوړو او درملو معینیت یوه تخنیکي پلاوي د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم لوی رییس حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په مشرۍ بنګله‌‌دېش ته سفر کړی څو په دغه هېواد کې د درملو د هغو تولیدي کمپنیو تخنیکی نظارت وکړي چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معينيت سره ثبت دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوی به د بنګله‌دېش د درملو له ادارې سره لاسلیک شوی هوکړه‌لیک تعقیب کړي او همداراز به د دغه هېواد د درملو صنعت‌ګر وهڅوي چې په افغانستان کې د درملو د تولید برخه کې پانګونه وکړي.

همدارنګه ویل شوي چې د هغو افغان سوداګرو لپاره به اسانتیاوې برابرې شي چې د بنګله‌دېش له درمل‌جوړوونکو شرکتونو سره د وارداتو قراردادونه لري او د هغوی شرکتونه او درملیز توکي ثبت دي.

د وزارت په خبره، د تخنیکي همکاریو جلب، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د تېر سفر د موضوعاتو تعقیب هم د دغه سفر له مهمو اهدافو څخه دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې یاد پلاوی به په بنګله‌دېش کې د افغان سوداګرو ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، څو په دې برخه کې ورته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.