کابل (پژواک، ۷ غویي ۱۴۰۴): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سترګو اړوند ناروغیو د درملنې برخه کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې تورخم ته یوه ګرځنده روغتیايي ډله استولې ده.
د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د سرپرست مولوي نورجلال جلالي په ځانګړي هدایت تورخم ته د سترګو ناروغیو د درملنې یوه ګرځنده روغتیايي ډله چې پر مجهزو درملو او تجهیزاتو سمبال وه، واستول شوه څو راستنېدونکو ته د سترګو اړوند ناروغیو درملنې برخه کې لازم روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د خبرپاڼې په حواله، جلالي له یادې ډلې وغوښتل چې راستنېدونکو افغانانو ته د سترګو ناروغیو درملنې برخه کې غوره خدمات وړاندې کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو افغانانو لپاره په تورخم کې نږدې ۱۲ روغتیایي مراکز په خدماتو بوخت دي او همدارنګه کندهار، نیمروز او فرضي کرښې ته څېرمه نورو سیمو کې هم بېرته راستنېدونکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP