کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): افغان سوکوهونکي هلمند الکوزي په یوه سیالۍ کې – چې په کاناډا کې ترسره شوه – خپل کاناډایي سیال ته ماتې ورکړه.
هلمند الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالي تېره ورځ (د کب اوومه) د کاناډا په برامپتون انټریا (Brampton, ontario) ښار کې ترسره شوه.
هغه وویل، کاناډایي سیال کوډی کیلي (Cody kelly) ته یې ماتې ورکړه او خوښ دی چې د لوبو بریا له لارې افغانانو ته خوښي ورکوي.
الکوزي دغه راز زیاته کړه چې له پنځه کلنۍ یې سوکوهنه پیل کړې او تر اوسه یې نهه بېلابېلې لوبې ګټلې دي.
د هغه په وینا، د دې لوبې په ګټلو سره یې د کاناډا د اتلولۍ جام ته لار موندلې او په راتلونکي کې به په دغه هېواد کې نورې لوبې هم وکړي.
د نوموړي په وینا چې دغې لوبې ته یې ډېر افغانان د هرکلي او هڅونې لپاره ورغلي وو.
هلمند الکوزی د ازادۍ راډیو د پخواني همکار مرحوم جان اقا الکوزي زوی دی.
د راپورونو له مخې، هلمند الکوزي په ۲۰۱۶ کال کې هم په چک جمهوریت کې په خپل وزن کې د سوک وهلو اتلولي ګټلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP