خوست ښار (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د خوست يو شمېر اوسېدونکي د نوي ښوونیز کال په پيل سره له مسوولو دولتي چارواکو غوښتنه کوي چې له شپږم پورته د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي دې بېرته پرانيزي.
هغوی دا څرګندونې نن (د کب ۸مه) د خوست مرکز اړوند د قلموال مېنې په سيمه کې د نجونو او هلکانو د دوو بېلابېلو ښوونځيو لپاره د نوو جوړې شوو ودانيو پرانيستې پر مهال وکړې.
هغوی وویل، دا چې نوي ۱۴۰۲ ښوونیز کال پيل ته لږې ورځې پاتې دي، نو له حکومتي چارواکو غوښتنه کوي چې په ټول هېواد کې دې له شپږم پورته د نجونو پر مخ د تړلو ښوونځيو دروازې خلاصې کړي.
د محمدخان ځدراڼ په نوم د يادې سيمې يوه اوسيدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نجونو ښوونځي لپاره یوازې د ودانۍ جوړول کفايت نه کوي، بلکې مهمه دا ده چې هغوی ته د زدهکړو اجازه ورکړل شي.
دی زياتوي: «اسلامي امارت چې کله راغی، له شپږم ښکته يې ښوونځي خلاص کړل او له دې پورته يې نجونې بندې کړې، نو زموږ غوښتنه دا ده چې اسلامي امارت دوی ته په اسلامي چوکاټ کې اجازه ورکړي چې خپل درسونه ووايي.»
د سيمې يو بل اوسېدونکي يوسيف رسول فرهاد له پژواک سره خبرو کې له حکومت غوښتنه وکړه چې د نوي ښوونیز کال په راتلو سره دې بې له کوم ځنډه ټول تعليمي بنسټونه بېرته فعال کړي.
دی وايي: «دولت يوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته اجازه ورکړې ده او دا تعمير به پرته له نجونو په باد او باران کې له منځه ځي، نو موږ له دولت نه دا غوښتنه ده چې تر لېسې دورې پورې ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ورته پرانيستل شي څو له دغه تعمير څخه دوی ګټه واخلي.»
بلخوا، د خوست د پوهنې رييس مولوي سيد وسيم ماليار بيا وايي، اسلامي امارت د نجونو له زدهکړو سره هيڅ راز مخالت نه لري، خو زياتوي چې نړۍوال دې معارف د سياسي مسایلو ښکار نه ګرځوي.
هغه وويل، که د نجونو زدهکړو لپاره مناسب درسي چاپېريال رامنځته شي، نو بې له ځنډه به هغوی ته د زدهکړو اجازه ورکړي.
هغه وايي: «د نجونو تعليم کې هيڅ مشکل نشته خو زه بيا پر نړۍوالو غږ کوم چې دوی دې موږ ته هغه شرايط برابر کړي کوم چې د وطن تقاضا ده.»
نوموړي د يادو ښوونځيو لپاره د جوړې شوو ودانيو په اړه وويل چې هر يوه يې ۱۲ درسي او ۴ اداري خونې او نور اړين ملحقات لري چې ٣٧٠ زره ډالر لګښت پرې شوى دى.
د هغه په وينا، د دې پروژې لګښت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنری يا UNCHR ورکړی چې په تېرو اتو مياشتو کې يې چارې بشپړې شوې دي.
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن