ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیسو کابل او هلمند کې د نشه‌یي توکو درې کارخونې کشف کړې دي

پولیسو کابل او هلمند کې د نشه‌یي توکو درې کارخونې کشف کړې دي

author avatar
27 Feb 2023 - 14:36
پولیسو کابل او هلمند کې د نشه‌یي توکو درې کارخونې کشف کړې دي
author avatar
27 Feb 2023 - 14:36

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د کورنيو چارو وزارت وايي، پولیسو د نشه‌یي توکو یوه کارخونه په کابل ښار او دوه نورې په هلمند ولایت کې کشف کړې او ډېر نشه یي توکي یې ترلاسه کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت پر ټويټر ليکلي چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت منسوبینو د نشه‌یي توکو یوه کارخونه د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې کشف کړې او په تړاو يې دوه کسان نيولي دي.

دغه راز د سرچينې د معلوماتو له مخې، په هلمند کې هم د نشه‌یي توکو دوه کارخونې کشف شوې دي.

سرچينې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په کابل او هلمند کې له یادو کارخونو په ډېره اندازه نشه‌یي او ځيني نور توکي د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.