کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د بهرنيو چارو وزارت مسوولین وايي چې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ رسماً د اسلامي امارت استازي ته وسپارل شوه.
دغه مطلب د دغه وزارت د اسیایي څانګې رئیس ذاکر جلالي طلوع نيوز ته تأيید کړی دی.
ده زياته کړې، ګل مت خان ځدراڼ په استانبول کې د افغانستان نوی قونسل ټاکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې کابل تهران ته هم نوي ډیپلوماتان لېږلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې له کابله ۷ ډيپلوماټان تهران ته ولاړل څو په دغه هېواد کې له نوي شارژدافیر فضل احمد حقاني سره یو ځای د افغانستان د سفارت چارې سمبال کړي.
یاد وزارت وايي، اسلامي امارت تر اوسه پاکستان، ترکمنستان، چین، قطر، ترکیې او روسیې ته خپل استازي استولې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP