Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

درېیو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): په اروزګان کې له ۴۲۸۴ بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو، په میدان وردګو کې له ۵۱۳ بې‌وزلو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه؛ همداراز په فراه کې پر ۲۵۲۰ اړو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه.

د اروزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، د کډوالۍ نړۍوال سازمان/ IOM  له لوري په مرکز ترینکوټ کې له ۳۱۰۸  او په چنارتو ولسوالۍ کې له ۳۰۳ هغو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه چې د تېرو کلونو د جګړو له امله بې‌ځایه شوې وې او په بد اقتصادي وضعیت کې یې ژوند کاوه.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۱۸ زره ۸۰۰ افغانۍ ورکړل شوې څو خپلې لومړنۍ اړتیاوې ورباندې پوره کړي.

نوموړی وايي، د دغه ولایت په چورې، چارچینو او خاص اروزګان ولسوالیو کې بیا د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري له ۸۷۳ اړو او بې‌وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۸ کیلوګرامه دال، ۱۵ لېټره غوړي، یو کیلوګرام مالګه او یوه اندازه د مېندو او ماشومانو د تقویې خواړه ورکړل شول.

دغه راز د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې له ۵۱۳ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د یاد ولایت پېښو ته د رسېدنې رییس مولوي فیض‌الله جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده نغدي مرسته د ډنمارک د کډوالو موسسې له خوا وشوه او هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د یو بل خبر له مخې، د خوړو نړۍوال پروګرام د فراه په پشترود ولسوالۍ کې له ۲۵۲۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل کړه.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مرسته د ټولنې پياوړتیا موسسې له خوا وېشل کېږي چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرام اوړه، پنځه لېتره غوړي، ۳۰ پاکټه د ماشومانو خواړه او شپږ کیلوګرام نخود ورکول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.