Language

کندوز کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

کندوز (پژواک، ٩ کب ١۴٠١): د کندوز امنیه قومانداني وايي، یوې ۲۴ کلنې نجلۍ د دغه ولایت د درېیمې حوزې اړونده سیمه کې ځان‌وژنه کړې ده.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه‌‎الدین خاکسار وايي، تېره شپه یوې ۲۴ کلنې نجلۍ د کندوز ښار درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې خپل ځان ځوړولی او مړه شوې ده.

خاکسار وايي چې دغه نجلۍ کوژده شوې وه.‎

هغه د پېښې لامل کورنۍ ستونزې بولي او په اړه یې د پلټنو د ترسره کولو خبر ورکوي.