کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت او په کابل کې د لوړو زدهکړو د ۳۶ خصوصي تحصیلي بنسټونو ترمنځ هوکړهلیکونه لاسلیک شول چې له مخې به یې ځوانانو ته په لږ لګښت د لوړو زدهکړو زمینه برابره شي.
دغه هوکړه لیکونه نن (د کب ۹مه) په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې یوې خبري غوڼدې پر مهال د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین او په کابل کې د ۳۶ خصوصي تحصیلي بنسټونو د استازو ترمنځ لاسلیک شول.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت مرستیال مولوي محمدیونس راشد وویل، اسلامي امارت په اوسني وضعیت کې د نورو مهمو ملي مسایلو ترڅنګ د هېواد د ځوانانو هر اړخیز پرمختګ ته ژمن دی.
هغه زیاته کړه: «د ژمنتیا یوه نښه یې دا ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت رهبري د ځوانانو چارو له معینیت سره د ځوانانو د تحصیل د ودې او پرمختګ په برخه کې په هر اړخیزه توګه همکاره ده.»
دی وايي، نننی پروګرام د دې لپاره جوړ شوی چې د مرکز کابل اړوند په ۳۶ خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو په موسسو کې ځوانانو ته په لږ لګښت د لوړو زدهکړو فرصت برابر شي.
خو نوموړي په دې اړه معلومات ور نه کړل چې په دغو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو کې به څومره ځوانانو ته په څومره تخفیف د زدهکړو زمینه برابرېږي.
هغه د دې ترڅنګ په دې وروستیو کې د هېواد ۱۷ ولایتونو ته د خپلو سفرونو په تړاو هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغو سفرونو موخه یې له نږدې د ځوانانو د ستونزو او غوښتنو اورېدل وو.
د هغه په خبره، د ځوانانو یوه غوښتنه دا وه چې په کابل کې دې د لوړو زدهکړو زمینه ورته برابره شي.
نوموړي په دغه لړ کې یادونه وکړه چې همدا اوس د ځوانانو چارو معینیت له ولایتونو راغلو زرو محصلینو ته په خپل لګښت د لیلیې امکانات برابر کړي چې په کابل کې په خصوصي پوهنتونونو کې زدهکړې کوي.
هغه دا هم وویل چې د ځوانانو چارو معینیت پلان لري، ډېر ژر د افغانستان هغو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي چې لوړې زدهکړې یې کړې او اوس بېکاره دي.
د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زدهکړو موسسو په استازولۍ د دعوت خصوصي پوهنتون یوه مسوول شېرعلي ظریفي وویل، خصوصي پوهنتونونو په تېرو کلونو کې هم د ځوانانو چارو معینیت له لارې ځوانانو ته په تخفیف د لوړو زدهکړو اسانتیاوې برابرې کړې وې او اوس به یې هم برابروي.
خو هغه دا یادونه هم وکړه چې د نجونو پر لوړو زدهکړو له بندیز وروسته د خصوصي تحصیلي بنسټونو فعالیتونه ۵۰ سلنه کم شوي؛ که حکومت د خصوصي تحصیلي بنسټونو پیاوړتیا لپاره جدي اقدامات ترسره نه کړي، کېدای شي ډېر دغه بنسټونه وتړل شي.
نوموړي غوښتنه وکړه، یو پلاوی دې وټاکل شي چې د لوړو زدهکړو وزارت یو استازی هم په کې ګډون ولري، څو د خصوصي تحصیلي بنسټونو پر ستونزو او وړاندیزونو غور وکړي.
د اشنا پوهنتون استازي مختار نېکزاد هم ژمنه وکړه چې د هېواد ځوانانو ته به په لږ لګښت د لوړو زدهکړو اسانتیا برابروي.
د یادونې ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت په کابل کې د دعوت، ابن سینا، سلام، باختر، افغان، جامعةالمصطفی، کاروان، غرجستان، رڼا، مریم، جهان، فانوس، رابعه بلخي، چراغ، ملي، استقلال، میوند، علامه، پیشګام، ابو ریحان، زاول، نعمان سادات، مستقبل، خانۀ نور، آشنا، پیام، اهل البیت، عروج، طلوع افتاب، شفا، ګوهرشاد او رازي لوړو زدهکړو موسسو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
دغه راز په دغه لېست کې د رازي، جهان، استقلال او ملي په نومونو څلور د نیمه لوړو زدهکړو موسسې هم شاملې دي.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن