ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د دوحې له تړونه سرغړونې شوې دي، باید بشپړ پلی شي

شنونکي: د دوحې له تړونه سرغړونې شوې دي، باید بشپړ پلی شي

author avatar
1 Mar 2023 - 16:39
شنونکي: د دوحې له تړونه سرغړونې شوې دي، باید بشپړ پلی شي
author avatar
1 Mar 2023 - 16:39

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): شنونکي د دوحې تړون د جګړې د پای او له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره ښه او تاریخي پرېکړه بولي خو وایي، سرغړونې ترې شوې او د همدغه تړون له مخې باید د بین‌الافغاني خبرو دروازه ونه تړل شي.

د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه، د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر ترمنځ – چې اوس د افغانستان د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا د مرستیال په توګه کار کوي – د قطر په پلازمېنې دوحه کې د نږدې ۶۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو په شتوالي کې لاسلیک شو.

د یاد تړون له مخې، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل. په تړون کې راغلي چې د افغانستان له خاورې دې د امریکا او د هغې د متحدانو پر وړاندې له ګواښ څخه مخنیوی وشي او بین‌الافغاني خبرې دې پیل شي.

بین‌الافغاني خبرې په دوحه کې پیل شوې، خو بې‌پایلې وې او د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه مخکینی حکومت وپرځېد او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

نن په ارګ کې د دوحې تړون د درېیمې کلیزې نمانځغونډه جوړه شوه او د افغانستان اسلامي امارت چارواکو وویل، د امریکا متحده ایالتونو په وار وار د دوحې له تړونه سرغړونه کړې، له نړۍ سره تعامل ته اړتیا ده او اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی، خو امریکا نه یوازې دا چې له افغان حکومت سره تعامل نه کوي، بلکې د افغانستان په اړه یې نوره نړۍ هم احصار کړې ده.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه زاهدالله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ دغه تړون هم د بهرنیو هېوادونو او هم د افغانستان لپاره یوه ښه پرېکړه وه؛ ځکه چې ورسره په هېواد کې روانه جګړه ودرېده.

دی وایي، د بهرنیو هېوادونو لپاره یې ګټه دا وه چې له افغانستانه یې خپله لمن ټوله کړه او هغه لګښتونه یې چې پر جګړو یې لګول ترې خلاص شول.

امرخېل وایي، هغه ژمنې چې په یاد تړون کې د دواړو لورو له خوا شوې وې، دواړو غاړو ترې سرغړونې کړې دي او  تر اوسه یې د بشپړ عملي کېدو برخه ټکنۍ ده.

نوموړي وویل: «ښه بېلګه یې دا ده چې امریکا ویلي و، د اسلامي امارت مشرانو نومونه له تور لست څخه باسي، په حکومتولۍ کې به ورسره مرسته کوي چې نه دي شوي؛ د افغانستان هوايي حریم نقض کېږي چې دا بله ستونزه ده، نو ځکه ویلي شو چې دغه تړون په بشپړه توګه نه دی عملي شوی؛ له دواړو لورو نقض شوی، خو د امریکا له لوري لږ زیات نقض شوی؛ ځکه دوی ډېر قدرت لري، تمه ترې کېده چې پر خپلو ژمنو به درېږي، خو ونه درېدل، د اسلامي امارت له لوري د نجونو زده‌کړې، کار اهل کار ته نه سپارل، ټولګډونه حکومت نه جوړول هغه موارد دي چې دوی نه دي عملي کړي.»

امرخېل وایي، دا چې بین‌الافغاني خبرې د دغو مذاکراتو یوه برخه وه او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، نو د بین‌الافغاني خبرو دروازې باید تل خلاصې وي.

هغه وویل: «ښه خبره همدا ده چې هیڅکله هم باید دغه دروازې ونه تړل شي او هر هغه څوک چې خپل ځان په حکومت کې نه ګوري او یا نورې غوښتنې لري باید مېز ته کېني او خبرې ورسره وشي او خبرې یې واورېدل شي.»

هغه وایي، د هېواد اوسنۍ اوږدې کشالې ته باید د بین‌الافغاني مذاکراتو له لارې د پای ټکی کېښودل شي.

د سیاسي چارو پوه قاضي نجیب‌الله جامع هم وایي چې دغه تړون د افغانانو لپاره یو تاریخي تړون و؛ ځکه چې په افغانستان کې ورسره یوه نړۍواله جګړه پای ته ورسېده او دا یو مهم بحث و چې باید لا پخوا شوی وی او یوه مثبته پایله یې درلودای.

جامع وایي، له افغانستانه په بیړه د امریکایي ځواکونو وتل، په هېواد کې دننه د واک تشه، د پخوانيو چارواکو جلاوطنه کېدل او د جمهوري نظام ړنګېدل د دې سبب شو چې د یاد تړون یوه مهمه برخه چې هغه  بین‌الافغاني خبرې وې له ستونزې سره مخ کړې.

هغه وایي، که دغه خبرې شوې وای، د قدرت خلا نه وای را منځته شوې او د واک سوله‌ییز انتقال شوی وای، نو په افغانستان کې به د یوه ښه سیاسي فعالیت پیل وای، په هېواد کې به ملي ثبات رامنځته شوی وای او له نننه به په یوه ښه وضعیت کې وو.

نوموړی زیاتوي، یاد تړون په پیل کې د امریکا له لوري نقض شو؛ مخکې له دې چې دغه تضمین عملي کړي، خپل ځواکونه یې وایستل او افغانستان یې په یوه انزوا کې پرېښود.

جامع وایي: «د دوحې تړون څلورم بند بین‌الافغاني خبرو ته ځانګړی شوی دی، که دغه برخه عملي نه شي دغه تړون خپل ماهیت له لاسه ورکوي او یوه تل‌پاتې ثبات به ترلاسه نه شو کړای؛ د اوسني حکومت، نړۍوالې ټولنې او ټولو افغانانو مسوولیت دی چې بین‌الافغاني خبرو ته سره کیني چې ډېره برخه مسوولیت په کې د واکمن حکومت ده، قدرت دې داسې سره ووېشي چې ټول په کې ځانونه وویني، په جمهوریت او امارت دې خلک سره نه وېشل کېږي، هڅه دې وکړي چې موږ یوه ملي اساسي قانون ولرو او په دغه قانون کې د ملي زعامت د ټاکلو شرایط واضح وي او په ټاکلو کې یې د افغان نارینه او ښځې رایه برابره وي.»

هغه وایي، په ورته وخت کې باید په هېواد کې لویه جرګه راوغوښتل شي او په دغه جرګه کې ټول افغانان باید سره کېني او د یوه ښه راتلونکي لپاره فکر وشي.

جامع زیاتوي: «زه په دې باور یم که په افغانستان کې د اوسني حکومت چارواکي غواړي ثبات وي، دوی باید په دغو ټولو برخو کې چې بین‌الافغاني خبرې کامیابۍ ته رسوي، ملي ثبات واکمنوي، افغانانو ته حق ورکړي، نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړي او کابینه کې تغییرات راولي.»

نوموړی وایي، د دوحې تړون د بین‌الافغاني خبرو د پیل هغه نیمګړی بند چې امریکا او د پخواني حکومت چارواکو باید عملي کړی وای، باید اوسنی حکومت یې بشپړ کړي او په هېواد کې د تل‌پاتې ثبات لپاره دې بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دغه تړون د افغانانو  لپاره د سترې فتحې او ازادۍ ګټلو پیلامه شوه او افغانستان له شل کلن اشغال او جګړې خلاص شو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت د دغه تړون ټولو بندونو ته ژمن پاتې شوی، ټولګډونه حکومت یې جوړ کړی، د خلکو امنیت یې ساتلی او د اقتصادي پیاوړتیا په موخه یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

هغه وویل، امریکا دغه تړون نقض کړی او نه یوازې دا چې له افغان حکومت سره تعامل نه کوي، نوره نړۍ یې هم احصار کړې او نه پرېږدي چې نور هېوادونه هم په اقتصادي برخو کې له افغانانو سره تعامل وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.