[restrict paid=”true”]
کندهار (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱) : د کندهار ولایت مقام وایي چې د اروپايي ټولنې استازو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په ناسته کې ژمنه وکړه چې نړۍ ته به د اسلامي امارت مثبت انځور وړاندې کوي.
د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې استازو د کب په ۱۰مه، کندهار ته د سفر پر مهال هلته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او ځایي چارواکو سره لیدلي دي.
د کندهار ولایت مطبوعاتي مسوول حاجي زید د کب په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې کتنه کې افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي رییسه رافیلا ایوډېس او ځایي چارواکو ګډون درلود.
هغه زیاته کړه ، مولوي امیر خان متقي په دې لیدنه کې د اروپايي ټولنې له بشري مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان او اروپايي ټولنه باید لا هم سره نږدې شي.
متقي دغه راز له دوی وغوښتل چې اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو سفارتونو خلاصولو ته وهڅوي او دلته به دوی ته هېڅ ډول امنیتي ګواښ نه وي.
حاجي زید وايي، دغه راز د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک هم په دې ناسته کې د اروپايي ټولنې له استازو څخه غوښتنه وکړل چې په کندهار کې د کرنې، بندونو جوړولو، کوکنارو د بدیل، پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې همکاري وکړي.
د هغه په وینا، ولایتي چارواکو ډاډ ورکړ چې په کندهار کې به د اروپايي ټولنې د مرستو او خدماتو رسولو په برخه کې بشړه همکاري کوي.
د کندهار ولایت مطبوعاتي مسوول وویل، د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې استازي او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي رییسې هم په خپلو خبرو کې د امنیت په ټینګولو او د فساد په له منځه وړلو کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې.
ده زیاته کړه، د اروپايي ټولنې دغه استازو ژمنه وکړه چې دوی به د افغانانو تر څنګ ولاړ وي، مرستې به یې دوام ولري او د اسلامي امارت مثبت انځور به نړۍ ته رسوي.
[/restrict]
Views: 116
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن